لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي چارواکي وايي داعش ډله کمزورې شوې


يو استخباراتي چارواکي دنوم نه څرګندولو په شرط دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې سره خبرو کې ويلي دي په کال ٢٠١٤م کې په پراخه پيمانه دخوريدو څخه راپديخوا داعش ډله ترټولو په کمزوري مقام ولاړ ده.
يو استخباراتي چارواکي دنوم نه څرګندولو په شرط دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې سره خبرو کې ويلي دي په کال ٢٠١٤م کې په پراخه پيمانه دخوريدو څخه راپديخوا داعش ډله ترټولو په کمزوري مقام ولاړ ده.

امريکايي استخباراتي چارواکي وايي دامريکا په مشرۍ دايتلاف له لوري دفضايي عملياتو دپيل کولو راپديخوا تندروه ډله داعش دا مهال په زيات کمزوي مقام ولاړ ده

يو استخباراتي چارواکي دنوم نه څرګندولو په شرط دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې سره خبرو کې ويلي دي په کال ٢٠١٤م کې په پراخه پيمانه دخوريدو څخه راپديخوا داعش ډله ترټولو په کمزوري مقام ولاړ ده.

هغه وويل شام او عراق ته دبهرنو ترهه ګريزو جنګيالو ورتګ راکم شوى دى

يوه مياشت دمخه لوړپوړو عسکري چارواکي ويلي وو داعش په يوه مياشت کې خواوشا ١٠٠٠ بهرني جنګيالي راولي.

يو امريکايي چارواکي امريکا غږ ته دداعش په اړه ويلي وو هغوي هم په هاغه پيمانه ( دجنګيالو) بهرتي دوامداره ساتلې په کومه چې يې مونږ وژنو

خو اوس ديو استخباراتي چارواکي وينا ده داعش په هاغه پيمانه خپلو ليکو کې دجنګيالو دشاملولو توان نه لري په کومه چې دهغوي جنګيالي په ځمکه مري

دنهې په ورځ دعملياتو مرستيال کمانډر ميجر جنرال پيټر ګيرسټن ديو ويډيو بريفنګ له لارې خبريالانو ته ويلي دي هغوي دداعش حوصله دماتيدو په حال کې ويني.

پينټاګان روانه اوونۍ کې دامريکايي استخباراتو ددې اندازو پخلى هم کړى چې عراق او شام کې دداعش دجنګيالو مجموعي شميره د١٩ زرو څخه تر ٢٥ زرو پورې ده، له دې وړاندې دداعش دجنګيالو دشميرې اندازه ٣٢ زره لګول شوې وه.

امريکايي استخباراتي چارواکو ويلي دي هغوي باور کوي چې داعش اوس هم په بهرنو جنګيالو او هاغو سيمو کې په بهرتيانو اډاڼه لري کومې چې يې تر واک لاندې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG