لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوريه کې په روغتون فضايي بريد،٢٧ کسان مړه


 دعيني شاهدانو وينا ده په القدس روغتون ديوې جنګي الوتکې څخه ميزايل داغل شوى.
دعيني شاهدانو وينا ده په القدس روغتون ديوې جنګي الوتکې څخه ميزايل داغل شوى.

دبشري حقونو ډلې وايي دسوريې په حلب ښار کې په يو روغتون د فضايي بريد کې دماشومانو په ګډون لږ ترلږه ٢٧ کسان وژل شوي دي.

دعيني شاهدانو وينا ده په القدس روغتون ديوې جنګي الوتکې څخه ميزايل داغل شوى.

دسرچينو ترمخه دالقدس روغتون په مرکزي دروازه کې موجود کسان په نخښه کړل شوي دي.

دبشري حقونو دډلو په وينا په روغتون ترسره شوي دغه بريد کې وژل شوو کسانو کې درې ماشومان او درې ډاکټران شامل دي.

سيمه ييزو سرچينو ددغه بريد مسول دسوريې حکومت او يا دروسيې جنګي الوتکې ګرځولي خو په رسمي ډول په دغه اړه څه نه دي ويل شوي.

داوربند باوجود سوريه کې په دې وروستيو کې دګډوډي پيښو کې زياتوالى راغلى.

سوريه کې دبشري حقونو دڅارونکې يوې ډلې وينا ده تيرو شپږو ورځو کې حلب کې ١٤٨ اولسي وګړي وژل شوي دي.

راپورونه وايي سوريه کې دبشارالاسد دحکومت په ضد ٢٠١١م کې دخانه جنګۍ دپيل کيدو څخه راپديخوا تيرو پينځو کلونو کې دغلته دوه لکه او اويا زره کسان مړه شوي دي.

دوه مياشتې دمخه دفرورۍ مياشت کې ادلب ولايت کې دروسيې يوه فضايي کارروايۍ کې دبې پولې ډاکټرانو په مرستې سره په چليدونکي روغتون هم بمباري شوې وه چې پکې ديو ماشوم په ګډون نهه کسان وژل شوي وو.

جون کال ٢٠١٤م کې تندروه ډلې داعش دسوريې او عراق په لويو سيمو قبضه کړې وه له دې وروستو دداعش مشر ابوبکر البغدادي دخپله ځانه دخلافت اعلان کړى و،دا مهال دغه هيواد کې دداعش مخالفه القاعده دپلوي انصره محاذ په ګډون بيلا بيلې وړې ډلې هم دغه هيواد کې فعاله دي، روسيه، امريکا او ايتلافيان يې او دسوريې جنګي الوتکې دغه هيواد کې وخت په وخت فضايي بريدونه ترسره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG