لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د پورټ قاسم خواري کښ د شکاګو ياد تازه کوي"


د پورټ قاسم سمندري اډې خواري کښ وايي يو ملګري يې په احتجاج کې ژوند د لاسه ورکړو او زياتوي دوې هم د خپلو غوښتنو منلو پورې هرې قربانۍ ورکولو ته تيار دي .
د پورټ قاسم سمندري اډې خواري کښ وايي يو ملګري يې په احتجاج کې ژوند د لاسه ورکړو او زياتوي دوې هم د خپلو غوښتنو منلو پورې هرې قربانۍ ورکولو ته تيار دي .

د کراچۍ د دوېمې غټې سمندري اډې پورټ قاسم سپين ږيری خواري کښ حاجي محمد وايي چې د شکاګو د خواري کښو پېښه که د چا نه هېره وي نو نن د پورټ قاسم خواري کښ هغه ياد تازه کوي . ځکه چې د يو خواري کښ جنازه په احتجاجي ناسته کې په سړک دپاسه ادا کړی شوې ده .

د کراچۍ د پورټ قاسم سمندري اډې خواري کښ د بندر نه په ۱۲کلوميټره فاصله په نيشنل هايي وی د ۲۱ ورځو راهسې د خپلو غوښتنو دپاره په احتجاجي پرلت ناست دي .

خواري کښ په نيشنل هايي وی د اجمل جنازه ادا کوي
خواري کښ په نيشنل هايي وی د اجمل جنازه ادا کوي

حاجي محمد وايي وي او ای ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل يوه اونۍ وړاندې د سختې ګرمۍ له امله په احتجاج ناستو خواري کښو کې څو کسان بېحاله شو او روغتونو ته يوړل شو . په دوې کې د اجمل نومې خواري کښ د وينې دفشار زياتېدو له امله د سر رګ وشلېدو او مړ شو .

نوموړي وويل "۴۸کلن اجمل په شپږمه ورځ په روغتون کې ژوند دلاسه ورکړو نن يې جنازه وشوه د کونډې شوې مېرمن، درې ماشومانو زامنو او دوه کم عمره لوڼو سره يې مړی پلارنۍ علاقې د پنجاب صوبې خان پور سيمې ته ولېږل شو" .

د پورټ قاسم خواري کښو وويل نن د مزدورانو نړيواله ورځ نمانځل کيږي، خواري کښو ته د حقونو ورکولو غوښتنې کيږي، او په دغه لړ کې په دولتي او غېردولتي کچ غونډې هم راجوړيږي خو دوې وايي د پورټ قاسم د ۱۸۰۰ نه زيات خواري کښ د ۲۰ ورځو نه په احتجاجي پرلت ناست دي د خپلو حقونو غوښتنې کوي ولې څوک يې غږ نه اوري .

د سوات سره تعلق لرونکی خواري کښ صاحب الدين وايي ږيره مې په دې بندر کې سپينه شوه
د سوات سره تعلق لرونکی خواري کښ صاحب الدين وايي ږيره مې په دې بندر کې سپينه شوه

يو بل سپين ګېري ۶۰ کلن خواري کښ صاحب الدين ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل مونږ خپله ځواني په دغه سمندري اډه کې تېره کړې اباده کړې مو ده او نن رانه په بندر د مزدورۍ برتونه خرڅول کيږي، او د روزګار نه مو لاس په سر کوي . دغه مشر غريو نيسي او وايي "حکومت ورسره ظلم کوي" .

د خواري کښو د اتحاديې مشر ګل محمداپريدي وويل حکومتي مشرانو او د سمندري اډو او سمندري جهازونو مرکزي وزير کامران مائيکل سره يې خبرې شوي دي او هغه ورته د دوې د غوښتنو منلو باور ورکړی دی .

"کامران مائيکل راته د مئي د مياشتې پينځمه نېټه راکړې ده دلته به راځي او زمونږ غوښتنې به مني".

اپريدي وويل چې غوښتنې مو نه وي منل شوي او لاسليک راسره نه وي شوی احتجاجي ناستې ته به دوام ورکوو .

خواري کښ وايي د دوې د حقونو دپاره دې حکومت عملي ګامونه پورته کړي
خواري کښ وايي د دوې د حقونو دپاره دې حکومت عملي ګامونه پورته کړي

د پورټ قاسم سمندري اډې خواري کښ وايي يو ملګري يې په احتجاج کې ژوند د لاسه ورکړو او زياتوي دوې هم د خپلو غوښتنو منلو پورې هرې قربانۍ ورکولو ته تيار دي .

د پورټ قاسم خواري کښ وايي د بندر د دوه برتونو خرڅولو پرېکړه دې بيرته واخستل شي او د کراچۍ د غټ بندر د خواري کښو په رنګ ټول حقونه دې دوې ته ورکړی شي .

د خواري کښو د نړيوالې ورځې په مناسبت صدر او وزيراعظم مزدورانو ته د پوره پوره حقونو ورکولو بيانونه جاري کړي ولې خواري کښ وايي حکومت تل دغسې بيانونه جاري کوي او دمزدورانو د حقونو دپاره عملي ګام نه پورته کوي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG