لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد: مظاهره چيانو د پارلمان ودانۍ پرېښودې


چارواکو وئيلي اوس هم په زرګونو مظاهره چيانو د زرغونې سيمې او مهمو حکومتي ودانيو مخې ته موجود دي .
چارواکو وئيلي اوس هم په زرګونو مظاهره چيانو د زرغونې سيمې او مهمو حکومتي ودانيو مخې ته موجود دي .

بغداد کې د حکومت په ضد راپاسېدلو مظاهره چيانو د پارلمان ودانۍ پرېښودې او په پرامنه ډول واپس شوي دي .

د شيعه عالم مقتدی الصدر په په مشرۍ د خالي په ورځ مظاهره چيان د پارلمان مخې ته رايوځاې شوي او د پارلمان سره انتهايي امنيتي زرغونې سيمې ته ورننوتي وو چرته چې حکومتي ودانۍ او بهرنۍ سفارتخانې موجودې دي .

مظاهره چيانو د پارلمان په ودانۍ کې دننه غټ زيان اړولی دی او بيا د اتوار په ورځ په پُرامنه ډول واپس شوي دي . د مظاهره چيانو د ستندېدو وروستو په دغه ځايې کې خلک په ګرځېدو راګرځېدو ليدل شوي دي .

په ودانۍ د مظاهره چيانو د ورختلو پس د پارلمان غړي تښتېدلي وو . د پارلمان نزدې ۶۰غړي چې زياترو تعلق د کُردش او سني لږکيو سره دی د پلازمينې نه اربيل او سليمانيه سيمې ته تښتېدلي وو .

د پارلمان يو غړي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته وئيلي دا کار زمونږ د ټولو دپاره خطرناک وو .

چارواکو وئيلي اوس هم په زرګونو مظاهره چيانو د زرغونې سيمې او مهمو حکومتي ودانيو مخې ته موجود دي . يواځې خصوصي بيجونو والا کسان محفوظې سيمې پله پرېښودی شي چرته چې بهرنۍ سفارتخانې او د ملګرو ملتونو دفترې دې .

د پارلمان يو چارواکي وئيلي دا خطرناک کار دی او د هغه په وينا څه وخت هم که مظاهره چيان وغواړي په سفارتخانه يا بل ودانۍ باندې حمله يا چا سره بدسلوکي کولی شي .

چارواکي وئيلي الصدر مظاهره چيان په دغه ځاې کې ساتل غواړي او د دې لارې په حکومت فشار اچوي چې غوښتنې يې ومنل شي .

په ملک کې د څو اونو راهسې د سياسي اړي ګړي او بې ثباتۍ نه پس مظاهره چيان په داسې وخت کې د پارلمان په ودانۍ ورختلي وو چې يوه ورځ وړاندې د امريکا مرستيال صدر جوبائيډن د بغداد سفر کړی ؤ .

د سپينې ماڼۍ پريس سيکرټري جوش ارنسټ وئيلي ؤ چې دغه سفر دې پله ښه اشاره وه چې امريکا د عراقي وزيراعظم حېدرالعبادي د عراق د يو والي د هڅو او داعش په ضد عملياتو په لړ کې ملاتړ دوامداره ساتي .

مقتدی الصدر د اصلاحاتو او د نوي ټيکنوکريټ حکومت غوښتنه کوي .

العبادي د اصلاحاتو ژمنه کړې وه خو په کوم بدلون راوستو کې نه دی بريالی شوی .

وزيراعظم د اتوار په ورځ د پارلمان ودانۍ ليدو له ورغلی او د کورنو چارو وزير محمد سليم الغبن ته يې د حمله کوؤنکو د قانون منګولو ته راوستو وئيلي دي .

بل لور ته د اتوار په ورځ عراق کې د تشد پېښې هم روانې وې او داعش ډلې په جنوبي ښار صماواه کې د بمي چاؤدنې زمه واري قبوله کړې ده په چاؤدنه کې د ۳۰ نه زيات کسان وژل شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG