لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوازشريف نه مو هم دغه طمع وه، د شمالي وزيرستان کډوال


د پاکستان د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان هغه کډوال چې نزدې دوه کاله وړاندې يې په سيمه کې د پوځې عملياتو له امله خپل کورونه پرېښودي او د کډوالۍ په ژوند کولو مجبوره دي ، وايي د وزيراعظم نوازشريف نه يې هم دغه طمع وه چې د بنو په دوره کې به ترې دوې هېر وي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف نن د خېبرپښتونخوا صوبې جنوبي ضلعې بنو ته ورغلی او يوې جلسې ته يې وينا کړې ده . نوموړي په خپله وينا کې په بنو کې د يونيورسټۍ او صنعتي زون جوړولو سره د بنو هوايي ډګر نړيوال کولو اعلان وکړو .

په جلسه کې شريک د شمالي وزيرستان کډوالو وويل وزيراعظم راغلو سياسي تقرير يې وکړو او لاړو دوې يې هېر کړل . د شمالي وزيرستان کډوال د بنو په بکاخېل کېمپ کې په خېمو کې ژوند کوي او بيرته خپلو علاقو ته د ستنېدو په طمع دي .

وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې د شمالي وزيرستان د کډوالو د کميټۍ مشر نثارعلي وويل، مونږ جلسې ته د دې دپاره ورغلي وو چې وزيراعظم ته د کډوالو مسلې وړاندې کړو خو نوموړی وايي هغه زمونږ خبره وانه ورېده .

نثارعلي وويل زمونږ د وزيراعظم نه غوښتنه وه چې " کډوال دې په سمدستي ډول بيرته خپلو سيمې ته ولېږل شي او په شمالي وزيرستان کې د روانو ترقي ياتي کارونو د څيړنې (اډټ) دپاره کميټي جوړه کړی شي " .

نوموړي وويل مونږ خپلې غوښتنې د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې د هاؤسنګ او ورکس مرکزي وزير اکرم خان دُراني ته خپلې مطالبې وړاندې کړې چې وزيراعظم ته يې مخې ته کړي خو دُراني داسې ونه کړل .

وزيراعظم ته په بنو کې دغه جلسه جمعيت علمااسلام (ف) ډلې راجوړه کړې وه .

د کډوالو په وينا وزيراعظم او د هغه ورور د پنجاب صوبې وزيراعلی شهباز شريف ورسره دوه کاله وړاندې د هغوې د مرستو کولو ژمنې کړي خو يوه يې نه ده پوره کړې .

شهبازشريف اعلان کړی ؤ چې په شمالي وزيرستان کې به يو پوهنتون ، دانش سکول، يو روغتون او د کډوالو دپاره ۲۰۰۰ کورونه جوړوي .

نوازشريف په خپله وينا کې وويل مونږ د شمالي وزيرستان د کډوالو بيرته زر لېږلو هڅه کوؤ او د هغوې په سيمو ابادولو مو کار تېز کړی دی .

وزيراعظم خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف په حکومت نيوکې وکړې او وې وئيل په انتخاباتو کې يې د نوې پښتونخوا جوړلو دعوې کولې خو په صوبه کې په درې کاله موده کې هيڅ بدلون نه دی شوی .

نوموړي وويل د پاکستان او چين د اقتصادي راهدارۍ سره به دغه سيمه نوره ترقي وکړي دلته به د روزګارونو موقعې جوړې شي او د دې علاقې تقدير به بدل شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG