لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايبټ اباد:دغيرت په نوم دجرګې په حکم جينۍ سوځول شوې


 دپوليسو په وينا دغه جينۍ له دې امله وژل شوې او سوځول شوې چې هغې په شکمنه توګه ديوې بلې ښځې دخپل کور څخه تيښته کې مرسته کړې وه.
دپوليسو په وينا دغه جينۍ له دې امله وژل شوې او سوځول شوې چې هغې په شکمنه توګه ديوې بلې ښځې دخپل کور څخه تيښته کې مرسته کړې وه.

دزيارت په ورځ پوليسو ويلي دي دخيبرپښتونخوا په ايبټ اباد سيمه کې يوه جينۍ په کوڅو کې دراښکل کيدو، ساه دخفه کيدو او وژل کيدو وروستو دهغې مړى سوځول شوى دى.

دپوليسو په وينا دغه جينۍ له دې امله وژل شوې او سوځول شوې چې هغې په شکمنه توګه ديوې بلې ښځې دخپل کور څخه تيښته کې مرسته کړې وه.

دپوليسو وينا ده دغه ١٥ کسيزه جرګه دپرويز په نوم ديو تن په مشرۍ کې راغوښتل شوې وه او دعنبرين په نوم ديوې ٢٠ کلنې جينۍ دوژلو امر يې له دې امله کړى و چې هغې ته دخپلې خوښې مطابق دواده کوونکې يوې بلې جينۍ صايمې دکور څخه دتښتيدو علم ؤ او کله چې دصايمې دکورنۍ غړو ته دهغې دکور څخه دتښتيدې په اړه خبر وشو نو هغوي دغه ياده شوې جرګه کښينولې وه.

ددغه خونړۍ پيښې په اړه دميډيا راپورونو کې دپوليسو له خُلې ويل شوي دي دعنبرين نومې جينۍ پښې او لاسونه تړل شوي وو او هغه دسوزوکي ګاډي په شاتنۍ برخه کې په موجود سيلينډر دپاسه کښينول شوې وه او وروستو پرې پيټرول دپاسه اړول شوي وو او اور وراچول شوى و.

دسرچينو وينا ده چې پرويز په سيمه کې يو بااثره تن،دجرګې مشر او دويلج کونسل مشر دى او دعنبرين مور ته يې دړکه کړې وه که چرې خپله لور ورته ونه سپاري نو هغه به ووژني او دهغوي کور به وسوځوي اوله هم دغه ويرې دجينۍ مور هغه جرګې ته سپارلې وه.

پوليسو دغيرت په نوم دقتل دغه پيښه کې د١٤ؤ ککړو کسانو دنيول کيدو اعلان هم کړى دى.

دضلعي پوليسو مشر خرم رشيد خبري ادارې اى ايف پي ته د پيښې په اړه ويلي دي چې په ٢٩م اپريل دکلي د جرګې په وينا يوه شل کلنه ښځه وژل شوې وه او وروستو په يو سوزوکي ګاډي کې سوځول شوې ده.

رشيد دعوه کړې ده چې کومې جرګې چې ددغه جينۍ دوژلو وينا کړې وه دهغې ١٤ غړي نيول شوي دي.

هغه وويل چې دوژل شوې جينۍ مور هم له دې امله نيول شوې چې هغې هم دجرګې دفيصلې ملاتړ کړى ؤ.

دپوليسو مشر وويل ټاکل شوې ده دقتل او ترهه ګرۍ دتورونو په اساس به دغه څوارلس کسان دزيارت په ورځ دترهه ګرۍ دمخنيوي يوې محکمې ته وړاندې کړل شي.

دسوزوکي ګاډي مالک هم دهاغه جرګې يو غړى دى کومې چې ددغه جينۍ دوژلو امر کړى و.

دهغه ګاډي له دې امله سوځول شوى چې په دغه ګاډي کې دکور څخه تښتيدونکې ښځې سفر کړى ؤ، باور کيږي چې دخپل کور څخه تښتيدلې دغه ښځه پټه او محفوظ ده.

په پاکستان کې هر کال دکورنۍ دغيرت په دفاع کې په سلګونو ښځې وژل کيږي خو دا لمړۍ پيښه ده چې پکې هاغه څوک هم وژل شوي چې دکور څخه يې ديوې ښځې په تيښته کې مرسته کړې ده.

پاکستان په کال ٢٠٠٥م کې پخپل کريمينل کوډ کې بدلون کړى و ترڅو دخپلو ښځينه رشته دارانو وژونکي هاغه سړي دسزا خوړلو څخه ځان بچ او ونه بخښل شي کوم چې ځان دوژل شوي تن وارث ګرځوي.

خو په دغه هيواد کې دا پريکړه ديو قاضي په صوابديد ده چې درشته دارانو دبخښلو څخه وروستو وژونکي ته دبند سزا ورکوي او که نه او ناقدين هم په دغه نکته نيوکې کوي چې قانون کې هم ددې کمي له امله وژونکي دسزا څخه بچ وتلى شي.

که هر څو دپاکستان موجوده وزيراعظم نوازشريف دغيرت په نوم دقتل دمخنيوي ژمنه کړې خو دغه لړ کې تر دې مهاله هيڅ رقم قانون سازي نه ده شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG