لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کويټه:بمي چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي،پينځه ژوبل


 سرچينې وايي دکويټې په سرياب روډ بلوچستان يونيورسټي چوک کې دترسره شوې دغه چاودنې غږ تر لرې اوريدل شوى او له امله يې نزدې ودانو او ګاډو ته هم زيان رسيدلى دى.
سرچينې وايي دکويټې په سرياب روډ بلوچستان يونيورسټي چوک کې دترسره شوې دغه چاودنې غږ تر لرې اوريدل شوى او له امله يې نزدې ودانو او ګاډو ته هم زيان رسيدلى دى.

دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کويټه کې ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه دوه پوليس عسکر وژل شوي او ددريوو پوليسو په ګډون پينځه کسان ژوبل شوي دي.

چاوديدونکي مواد په سرياب روډ دبلوچستان پوهنتون دمرکزي دروازې مخې ته دپوليسو ديوې چوکۍ سره نزدې ايښودل شوي وو.

دبلوچستان داخله وزير سرفراز بګټي دپيښې په ځايې کې ميډيا سره دخبرو کې پخلى کړى چې دپوهنتون دمرکزي دروازې مخې ته دايښودل شوو بارودي موادو له امله چاودنه شوې چې پکې دهغه په قول دوه پوليس عسکر وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

سرچينې وايي دکويټې په سرياب روډ بلوچستان يونيورسټي چوک کې دترسره شوې دغه چاودنې غږ تر لرې اوريدل شوى او له امله يې نزدې ودانو او ګاډو ته هم زيان رسيدلى دى.

دپيښې وروستو سيمې ته پوليس عسکر او دامدادي ډلو غړي رسيدلي او ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي.

د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلې په مردان او بلوچستان کې په پولیس د حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده. ډله دعوه کوي چي د مومندو ايجنسۍ خويئزو سيمه کې يي د سړک په غاړه ښخ بم چاودنه کې سکيورټي فورسز ته مرګ ژوبله اړولي خو پوليټکل انتظاميه د داسې کومې پیښې تصدیق نه کوي.

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه تشدد اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان صوبه درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويه صوبه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG