لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت دې دپاناما ليکس معامله زر تر زره هواره کړي،جنرال راحيل


سرچينې دعوه کوي ددغه ليدنې په مهال دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وزيراعظم نوازشريف ته ويلي دي دملکي سالميت لپاره ضروري ده چې دپاناما ليکس ستونزه زر تر زره هواره کړى شي ځکه چې دهغه په قول ددې اغيزې دملک په امنيتي چارو هم پريوځي.
سرچينې دعوه کوي ددغه ليدنې په مهال دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وزيراعظم نوازشريف ته ويلي دي دملکي سالميت لپاره ضروري ده چې دپاناما ليکس ستونزه زر تر زره هواره کړى شي ځکه چې دهغه په قول ددې اغيزې دملک په امنيتي چارو هم پريوځي.

دميډيا راپورونه وايي پاکستان کې دمخالفو ګوندونو څخه وروستو ددغه هيواد دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم په حکومت غږ کړى دى چې دپاناما ليکس معامله دې زر تر زره حل کړى شي.

سرچينې وايي جنرال راحيل داسلام اباد په وزيراعظم په ماڼۍ کې دپاکستان وزيراعظم نوازشريف سره ليدنه کړې او ورسره يې ټول هيواد کې دپوځ له لوري په منظورو کړل شوو دلټونې عملياتو ، دضرب عضب عملياتو څخه وروستو هيواد کې په امنيتي چارو او دپاناما ليکس په معامله خبرې اترې کړي دي.

سرچينې دعوه کوي ددغه ليدنې په مهال دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وزيراعظم نوازشريف ته ويلي دي دملکي سالميت لپاره ضروري ده چې دپاناما ليکس ستونزه زر تر زره هواره کړى شي ځکه چې دهغه په قول ددې اغيزې دملک په امنيتي چارو هم پريوځي.

دسرچينو وينا ده جنرال راحيل ددغه غونډې په مهال دهيواد په موجوده سياسي وضعيت انديښنه څرګنده کړې اووزيراعظم ته يې مشوره ورکړې چې دهيواد دګټو په خاطر دې زر تر زره دپاناما ليکس دپلټنو معامله سرته ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاناما دستاويزاتو کې دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف دبچو دنومونو دراتللو څخه وروستو پاکستان کې مخالف ګوندونه په حکومت ددغه معاملې دپلټنو غوښتنه کوي.

څو اوونۍ وړاندې دپاناما لا فرم ”موساک فونسيکا“ کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قايم انټرنيشنل کنسورشيم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ايي سي ايي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړ اؤ ١٥ لکه اسناد ورکړي وو چې ترې معلومه شوې د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کېدو لپاره پيسه دملک څخه بهر ليږلې اوهلته پرې کاروبارونه کوي .

دغو شخصياتو کې دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف ددريوؤ بچو مريم، حسن اؤ حسين نومونه شامل دي، ريکارډ څخه په ډاګه کيږي چې دغه کسان دبهرنو کمپنيو په ذريعه لندن کې دجايداد مالکان دي

له دې وړاندې داپريل په ١٩مه نيټه پاناما ليکس ته په اشارې کولو سره جنرال راحيل شريف پخپل يو بيان کې په ډاګه کړې وه چې دهيواد امنيت، يو والي او خوشحالۍ باوري کولو او دبډو رشوتونو دجرړو ويستلو لپاره پرته له کوم امتياز څخه دټولو احتساب ضروري دى.

او په ظاهري توګه په حکومت په دغه معامله دپوځ له لوري فشار هاغه مهال سيوا شوى چې دپاکستان دپوځ سرلښکر دميډيا راپورونو ترمخه ځينې پوځي افسران دبډو رشوتونو په تور دخپلو عهدو څخه لرې کړل.

جنرال راحيل او وزيراعظم نوازشريف دغه ليدنه په داسې حال کې کړې ده چې دا مهال دپاناما ليکس دمعاملې مخې ته دراتللو څخه وروستو پاکستان کې واکمن او مخالف ګوندونه داولسي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره دهيواد بيلا بيلو برخو کې جلسې کوي.

وزيراعظم نوازشريف دپاناما ليکس دمعاملې پلټنو لپاره سترې محکمې ته دمشر قاضي په مشرۍ دعدالتي کميشن دجوړولو په غرض خط ليکلى خو حکومت او مخالف ګوندونه ددغه کميشن په تګلاره اختلافونه لري.

تيره ورځ مخالفو ګوندونو دقومي اسمبلۍ غونډه کې دوزيراعظم نوازشريف په غيرموجودګۍ ايوان څخه واک اؤت کړى او دړکه يې کړې تر هاغه وخته به احتجاج کوي ترڅو چې وزيراعظم دپاناما ليکس په معامله پارلمان باور کې نه وي اخستى.

دپاکستان داطلاعاتو او نشراتو مرکزي وزير پرويز رشيد دقومي اسمبلۍ غړو ته نن ويلي دي وزيراعظم نوازشريف دجمعې په ورځ دقومي اسمبلۍ غونډه کې دګډون پريکړه کړې ده او هغه به په دغه مهال دمخالفو ګوندونو پوښتنو ته ځوابونه وايي.

خو مخالفو ګوندونو په دوهمه ورځ هم قومي اسمبلۍ کې دوزيراعظم په غيرحاضرۍ داحتجاج لړۍ دوامداره ساتلې ده.

پرويز رشيد ويلي دي وزيراعظم دا مهال دقومي امنيتي ادارو دلوړپوړو چارواکو سره ليدنو کې بوخت دى او په سمدستي توګه دقومي اسمبلۍ غونډه کې ګډون نه شي کولى.

داطلاعاتو وزير وويل مخالفو ګوندونو دپاناما ليکس پلټنو لپاره دعدالتي کميشن دجوړولو غوښتنه کړې وه او حکومت همدغسې وکړل خو اوس دهغه په قول پارلمان کې وزيراعظم څخه په دغه معامله دځواب غوښتنه دپوهې څخه لرې خبره ده.

په عين حال کې قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر خورشيد شاه ويلي دي که وزيراعظم نوازشريف دجمعې په ورځ دقومي اسمبلۍ غونډه کې ګډون وکړو نو هغه به پکې هم برخه اخلي.

دهغه وينا وه دوزيراعظم خطاب به په پرامنه طريقې سره اوري او که غونډه کې يې ګډون وکړو نو مخالف ګوندونه به احتجاج هم نه کوي.

خورشيد شاه وويل وزيراعظم دې پارلمان ته ورشي او د١٩٩٥ء څخه وروستو دې دخپلې کورنۍ داثاثو تفصيلات بيان کړي.

په عين حال کې دسينيټ مشر رضارباني هم غوښتنه کړې ده چې وزيراعظم دې دقومي اسمبلۍ غونډه کې دګډون ترڅنګ دسينيټ غونډه کې هم ګډون وکړي.

دوزيراعظم نوازشريف په غيرحاضرۍ مخالفو ګوندونو دسينيټ دغونډې څخه هم واک اوټ کړى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG