د پاکستان پولې سره جوختې پرتې د افغانستان ختيځي صوبې ننګرهار کې نن د نهې په ماښام شوي يو ځانمرګي بريد کې شپږ کسان وژل شوي دي .
د ننګرهار صوبې د پوليس مشر وئيلي ځانمرګی بريد په نازيان ضلع کې شوی دی . په وژل شوؤ کسانو کې ماشومان هم شامل دي .
وئيل کيږي د ځانمرګي بريد هدف حکومت پلوه قبائيلي مشر ؤ .
د افغانستان په ننګرهار صوبه کې امنيتي ځواکونو باندې د تُندروه ډلې داعش وسله وال هم ترهګر بريدونه کوي .