لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولې مونږ دافغان طالبانو تعاقب نه کوؤ؟،پاکستاني چارواکى


 دنوم نه څرګندولو په شرط دوايس اف امريکا دانګريزۍ څانګې ته دنوم نه څرګندولو په شرط دغه چارواکي ويلي دي”(دافغان طالبانو په ضد) دګامونو اخستو څخه دمخه به مونږ ته دوه ځله سوچ کول وي، دهرهاغه چا چې مونږ يې په ضد عمليات کوو، په سمدستي توګه دبل اړخ څخه يې ملاتړ کيږي“
دنوم نه څرګندولو په شرط دوايس اف امريکا دانګريزۍ څانګې ته دنوم نه څرګندولو په شرط دغه چارواکي ويلي دي”(دافغان طالبانو په ضد) دګامونو اخستو څخه دمخه به مونږ ته دوه ځله سوچ کول وي، دهرهاغه چا چې مونږ يې په ضد عمليات کوو، په سمدستي توګه دبل اړخ څخه يې ملاتړ کيږي“

استنبول کې يو لوړپوړي پاکستاني چارواکي دزيارت په ورځ ويلي دي پاکستان ددې انديښنو له امله دافغان طالبانو په ضد ګامونو اخستو کې دلم ليټ څخه کار اخلي چې دغه ډله به دخپل تشدد مخه پاکستان ته وګرځوي او افغان استخباراتي اداره به يې (دتشدد) ملاتړ وکړي.

دنوم نه څرګندولو په شرط دوايس اف امريکا دانګريزۍ څانګې ته دغه چارواکي ويلي دي(دافغان طالبانو په ضد) دګامونو اخستو څخه دمخه به مونږ ته دوه ځله سوچ کول وي، دهرهاغه چا چې مونږ يې په ضد عمليات کوو، په سمدستي توګه دبل اړخ څخه يې ملاتړ کيږي

افغان صدر اشرف غني تيرو ورځو کې پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دراويستو پځايې دې پاکستان دطالب کمانډرانو په ضد يا خو پوځي عمليات وکړي، ودې يې نيسي او يا دې يې کابل ته دمقدمو چلولو لپاره وسپاري.

پاکستان اکثره دا شکايت کړى چې کله يې په کال ٢٠٠٩م کې دخيبرپښتونخوا په سوات او دافغانستان سره لګيدلې خپله قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو په ضد عمليات پيل کړل نو هغوي دافغان استخباراتي شبکې په ملاتړ افغانستان کې پناه واخسته او دپاکستان په ضد يې دورانکارۍ پيښې ترسره کړي.

پاکستاني چارواکي وايي کال ٢٠١٤م کې چې کله شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړى شول نو افغان حکومت دپولې بل لوري ته تښتيدلو جنګيالو ته دکډوالو کارډونه جاري کړي وو.

نامتو صحافي او دسيمه ييزو چاروماهر رحيم الله يوسفزي ويلي دي دپاکستاني طالبانو دمشر ملا فضل الله په ګډون دګڼو پاکستاني ډلو قيادت افغانستان کې پټ دى.

هغه اندازه څرګنده کړې چې تندروه مشر عمر خالد خراساني ته دافغان استخباراتي شبکې ملاتړ ترلاسه دى، دعمرخالد خراساني ډلې جماعت الاحرار سږکال دمارچ مياشت کې دپاکستان په لاهور ښار کې دترسره شوې هاغه بمي چاودنې مسؤليت په غاړه اخستى و چې پکې د٧٠و څخه زيات کسان وژل شوي وو.

خو په پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال بيا دپاکستاني چارواکو اندازې رد کړي دي.

هغه ويلي دي په نور تول لګول او دذمه وارۍ څخه ډډه کول اسان کار دى او زياته کړې يې ده دملا فضل الله او خراساني پشان تندلاري دپاکستاني طالبانو برخه ده او هغوي دهاغه تګلارې نتيجه ده کومې چې اوس هم روانې دي.

هغه ويلي دي پاکستان داسې ماحول جوړ کړى چې پکې دواړه افغان او پاکستاني طالبان موجودګي لري.

دافغان سفير په قول ددغه حالاتو دبدلولو لپاره پاکستان دهاغو موقعو څخه ګټه نه ده ترلاسه کړې کومې چې ورته افغانستان دخپل مينځي مرستې لپاره برابر کړي.

هغه پوښتنه وکړه ايا افغان استخباراتي شبکې دپيښور دارمي پبلک سکول دبريدکوونکو په نيولو کې مرسته نه ده کړې؟ ، په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دطالبانو يوه حمله کې د١٣٠و څخه زيات ماشومان وژل شوي وؤ.

دافغان سفير په وينا ددې په بدل کې پاکستان دحقاني نيټ ورک په ضد ګامونه وانه خستل، افغان او امريکايي چارواکي باور لري حقاني ډله افغانستان کې يوه خطرناکه ډله ده چې دپولې پورې غاړې(پاکستان کې) خوندي ځالې لري او افغان چارواکي تور لګوي چې دپاکستان استخباراتي ادارې پشي شا ددغه ډلې دهلو ځلو ملاتړ کوي.

افغان چارواکو اوس اوس ويلي وو حقاني ډلې په موثره توګه دافغان طالبانو دجګړې واک پخپلو لاسو کې اخستى، افغان چارواکي ګمان کوي حقاني ډلې داپريل په مياشت کې کابل کې دافغان استخباراتي شبکې په دفتر هاغه بريد هم ترسره کړى و چې پکې خواوشا ٧٠ کسان وژل شوي وو.

عمرزاخيلوال وويل حقاني نيټ ورک اوس هم ددواړو هيوادونو(پاکستان او افغانستان) ترمينځ دتاوتريخوالي بنيادي وجه ده او دهغوي په ضد دګامونو نه اخستو له امله دباور کمي کې زياتوالى کيږي.

دتيرې څه مودې راهسې دپاکستان او افغانستان اړيکې يوځل بيا دتاوتريخوالي ښکار شوي او ددواړو هيوادونو چارواکي مني چې هغوي په يو بل باور نه لري.

افغان سفير عمرزاخيلوال دعوه کړې ده اشرف غني دټاکل کيدو وروستو لمړى ګام پاکستان سره داړيکو دښه والي لوري ته پورته کړى و خو دهغه په قول ددې په بدل کې ورته هيڅ ترلاسه نه شو، هغه هيله لرله چې پاکستان به دمذاکراتو ميز ته دافغان طالبانو په راوستو کې مرسته وکړي.

دطالبانو او افغان حکومت ترمينځ لمړۍ نيغ په نيغه رابطه دکال ٢٠١٥م دجولا يي مياشت کې دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلګرۍ په مقام مري کې شوې وه او دزاخيلوال په وينا تر هاغه وخته باور دوړاندې څخه مات شوى و.

دخبرو اترو دوهم ټاکل شوى پړاؤ وروستو له هغې منسوخ شوى و چې دافغان طالبانو دمشر ملا عمر دمړينې خبرونه مخې ته راغلل.

دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دخبرو اترو دعمل بحالۍ لپاره دپاکستان، افغانستان، امريکا او چين داستازو يوه څلور ملکي ډله جوړه کړل شوې، دغه ډلې افغانستان کې دسولې دعمل په غرض يوه تګلاره هم جوړه کړې وه خو دزاخيلوال وينا ده که پاکستان ګام وانخلي نو دغه هڅه به هم ناکامه شي.

هغه وويل دغه ګلاره کې دفشار اچولو دا طريقه هم موجوده ده چې که چرې طالبان افغان حکومت سره دخبرو اترو څخه انکار کوي نو دهغوي اسانتياوې به بندولى، که په ازادانه توګه ګرځي راګرځي نو نيولى او تالا ترغه کولى به شي.

خو زاخيلوال وويل پاکستان په دغو پورته ذکر شوو کارونو کې يو هم نه کوي.

بل لوري ته دپاکستان دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز ويلي دي دتګلارې ترمخه که چرې خبرې اترې عملي شکل ونه مومي نو بيا دطالبانو په ضد ګامونه اخستل دڅلور ملکي ډلې ترمينځ اتفاق ته اړتيا لري، هغه هم دا ويلي دي چې کابل کې دسولې دعمل پيل کيدو دځنډ له امله پريشانه دى خو دا خبره مني چې دغسې څيزونه به يو څه وخت اخلي.

پاکستان په دې خبره ټينګار کوي چې دسولې خبرو کې داسانتيا لپاره يې خپلې هلې ځلې دوامداره ساتي، دافغان طالبانو دقطر دسياسي دفتر يو پلاوي ددغو هلو ځلو دبرخې په توګه تيره مياشت داسلام اباد سفر کړى و.

خو دافغان پلاوي داسلام اباد په دغه سفر دافغان حکومت لخوا نيوکې شوې وې او دخفګان څرګندونه پرې شوې وه، زاخيلوال وويل افغانانو ته دپلاوي لړ کې دخپلو استخباراتي سرچينو څخه معلومه شوې وه.

هغه پوښتنه وکړه مونږ ولې نه وؤ خبر کړل شوي او زياته يې کړه پاکستان تر دې مهاله افغانستان ته نه دي ويلي چې دغه پلاوى په اسلام اباد کې ولې و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG