لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چيني پوځ پرمختګ په اړه د پېنټاګان په رپورټ د چين غبرګون


امريکا وايي چې هغوي په دې کړکېچ کې د کومې ډلې په طرف نه دی او په ازاد تګ راتګ يقين لري  .
امريکا وايي چې هغوي په دې کړکېچ کې د کومې ډلې په طرف نه دی او په ازاد تګ راتګ يقين لري  .

چين وئيلي چې د امريکې د دفاعي چارو محکمې د بيجنګ د عسکري پرمختګ په اړه کاليز رپورټ د رښتياؤ غمازي نه کوي .

د امريکې د دفاع محکمې کانګريس کې د جمعې په ورځ خپل رپورټ وړاندې کړی وو چې پکې وئيل شوي چين (سوېلي بحيره چين) کې په کړکېچنو اوبو ودانۍ او پوځي کارونو ته ټينګ پام ګرځولی چې داسې بغېر د وسلې يا جګړې په خپل حق کې د دې واکمنۍ ته نوره وده ورکړي .

د خالي په ورځ د چين د دفاعي چارو د وزارت وياند يانګ يو جن سرکاري خبري ادارې "شينخوا" ته وئيلي چې په ۲۰۱۵م کال کې د چيني پوځي عملياتو په اړه امريکايي رپورټ کې د دوي د هېواد دفاعي پاليسي ختمه کړی شوې ده .

وياند زياتوي چې چين په دفاعي پاليسۍ عمل کوي د کوم مقصد چې يواځې خپله ساتنه کول دي ، پوځي اصلاحات يا د پوځي طرز ودانيو مقصد امنيت، سلامتيا او جغرافيايي خپلواکي پر ځای ساتل او د چين پرامنه پرمختګ يقيني کول دي .

د پېنټاګان په رپورټ کې په چين دا تور لګول شوی ؤ چې دوي جغرافيايي خپلواکۍ او قامي سلامتيا ته نوره وده ورکولو لپاره جارحانه ګامونو کې زياتوالی راوستی، او دې سره سره د چين زياتېدونکي پوځي توان کې د د سُوچه والي کمي د منطقې نور ملکونه په تشويش کې اخته کړي دي .

فلپائن، وېتنام، ملائيشيا، تائيوان او برونايي هم د چين په سوېلي درياب کې د خپل خپل واکمنۍ دعوې لري .

امريکا وايي چې هغوي په دې کړکېچ کې د کومې ډلې په طرف نه دی او په ازاد تګ راتګ يقين لري .

يانګ يو جن زياتوي چې د امريکې د دفاعي چارو د محکمې په رپورټ کې د چين له خوا پوځي خطر په زياته توګه وړاندې کړی شوی دی، ختيز او سوېلي دريابونو کې د هغوي د سرګرميو په غېرمنصفي ډول عکاسي شوې ده.

د چين د دفاعي چارو د محکمې وياند په امريکا تور لګولی چې هغوي د چين دعوو ته د ضروت نه زيات د شک په سترګه ګوري.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG