د افغانستان په پلازمينه کابل کې نن د روښنايي په نوم يو غورځنګ په زرګونو غړو مظاهره کړې چې زياتره ګډون وال هزاره توکمي وو، دوې غوښتنه کوله چې د ترکمانستان نه د برېښنا مزی دې د باميانو د لارې راوستل شي .
دغه مظاهره نن د ګل په ورځ د کابل د لويديځې سيمې نه پېل شوې او ماسپښين د پلازمينې په بريکوټ سيمه کې په پُرامنه ډول پاې ته رسېدلې ده .
د مظاهرې په وخت کابل کې کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي وو . د صدارتي ماڼۍ ارګ ترڅنګ هغه لارې چې د سفارتخانو سيمې ته ځي د کنټينرو د لارې تړل شوې او امنيتي ځواکونو پرې ځاې په ځاې کړی شوي وو .
د مظاهره چيانو مشرانو غوښتنه کوله چې د ترکمانستان نه د برېښنا مزی دې د سالنګ پاس په ځاې د باميانو په لار راوستل شي چرته چې زياتره هزاره توکمي مېشت دي .
د افغانستان په ۳۰ملينه ابادۍ کې نزدې ۱۵فيصده ابادي د هزاره ورورولۍ سره ده .
د ټوټاپ پروژې د لارې د مرکزي اسيايي هېوادونو ترکمانستان، ازبکستان او تاجکستان نه افغانستان او پاکستان ته برېښنا راوستل کيږي په کومه کې چې د افغانستان د ۵۰۰کلوواټه برېښنا شامل ده او د کال ۲۰۱۸م پورې به د دغه هېواد ۱۰ صوبو ته برېښنا ورکولی شي .
راپورونه وايي مظاهره چيانو غوښتل چې د ارګ مخې ته خپل احتجاج ورسوي ولې د لارو تړل کېدو له امله ارګ ته په رسېدو کې کامياب نه شو .
مظاهره چيانو کې د پخواني صدر مرستيال کريم خليلي، د ولسي جرګې غړي، سياست مدار او عام خلک شامل وو . د مظاهرې په پاې دوي وويل که غوښتنې يې ونه منل شوې بيا په سړکونو راووځي .
د مظاهرې په وخت کابل کې د امريکې سفارتخانه تړل شوې او امريکايانو خبرداری ورکړی شوی چې په کابل کې خپل تګ راتګ محدود وساتي .
د افغانستان د صدارتي ماڼۍ نه په خپور شوي يو بيان کې ويل شوي پُرامنه لاريونونه او غونډې د خلکو حق دی او په دغه مظاهره چيانو يې غږ کړی چې د تاؤتريخوالي ډډه وکړي .
د صدر اشرف غني مرستيال وياند شاه حسېن مرتضوي دغه بيان چې په دولتي مطبوعاتو ويل شوی، افغان حکومت د دې لانجې هوارولو دپاره اعتراض کوؤنکو سره د خبرو کولو غوښتنه کړې ولې دا غوښتنه نه ده منل شوې .
بل لور ته افغان صدر يو کميسون جوړ کړی چې د باميان يا سالنګ د لارې د ترکمانستان د برېښنا د پروژې په سر د جوړې لانجې حل په ۱۰ ورځو کې رااوباسي . د کميسون د ځواب پورې په پروژه کار ځنډول شوی دی .