دپاکستان دخيبرپښتونخوا جنوبي سيمې لکي مروت کې دنهې په ورځ دڅلورو کسانو په ډزو ويشتل شوي مړي موندل شوي دي.
دميډيا راپورونو ترمخه دلکي مروت په سرايى نورنګ نومې سيمه کې سيمه ييزو خلکو دڅلورو کسانو په ډزو دويشتل شوو مړو خبر پوليسو ورکړو چې له دې وروستو سيمې ته پوليس ورسيدل او دغه مړي يې روغتون ته ورسول.
دپوليسو وينا ده څلور اړه کسان دنزدې څخه په ډزو ويشتل شوي ، وژل شوو کې ددريوو کسانو پيژندګلو دډاکټر خان، فرمان الله او نسيم په نومونو سره شوې ده او ديو تن پيژندګلو لا تر دې مهاله نه ده شوې.
پوليسو ويلي دي وژل شوو کې ورته درې کسان په بيلا بيلو مقدمو کې مطلوب وؤ.
تيره مياشت دلکي مروت په نورنګ ټاؤن سيمه کې وسله والو دوه پوليس عسکر هم وژلي وؤ.
تيرو وختونو کې هم دخيبرپښتونخوا دبيلا بيلو سيمو ترڅنګ دپاکستان بلوچستان صوبه کې هم دتشدد ځپلو کسانو مړي موندل شوي په کومو چې دبشري حقونو دډلو له لوري انديښنې څرګندې شوي اوددغسې پيښو دبشپړو پلټنو غوښتنې يې کړي دي.