لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کیت ایلیسن: غواړم د داعش ایدیالوژي له منځه یوسم


ښاغلی ايليسن داعش ته مخامخ ځواب ورکوي چې هغه د داعش د ډلې څخه نه ډاريږي .
ښاغلی ايليسن داعش ته مخامخ ځواب ورکوي چې هغه د داعش د ډلې څخه نه ډاريږي .

د امريکا د متحده ايالاتو د کانګرس يوازنی مسلمان غړی وايي د داعش د ډلې ټول خوځښت يا تحريک د دروغو په ژمنو ولاړ دی .

کيت ايليسن د امريکا غږ اشنا څانګې سره په مرکه کې ويلي چې داعش ادعا کوي چې په دې دنېا کې به يو ډول اسلامي جنت جوړ کړي، ولې حقيقت دا نه دی .

د متحده ايالاتو د کانګرس د لومړني مسلمان غړي کيت ايليسن نوم د داعش له خوا په هغه لسټ يا فهرست کې شامل دی چې وايي مړ به يي کړي .

په دې مرکه کې ښاغلی ايليسن داعش ته مخامخ ځواب ورکوي چې هغه د داعش د ډلې څخه نه ډاريږي . ايليسن وايي متحده ايالات بايد په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره پر غېر پوځي ستراتيژيو تيکيه وکړي .

د امريکا د کانګرس غړي دا هم وويل چې ددې دپاره ښه وخت دی چې افغانستان امريکا او پاکستان د درې اړخيزو مذاکراتو په ترڅ کې د ايساف د نورو غړو هېوادونو په شمول په دې غور وکړي چې د پاکستان څخه څه ډول غوره او ريښتونې همکاري تر لاسه کولای شي .

د کيت ايليسن سره د اشنا څانګې ښايسته سعادت لامع دغه مرکه کړې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG