لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې دالقاعده ديو مشر په ګډون داتوو ترهه ګرو دوژلو دعوه

 دپنجاب پوليسو دترهه ګرۍ دمخنيوي دڅانګې دوياند ترمخه هغوي ته خفيه خبر ترلاسه شوى ؤ چې دالقاعده کمانډر منيب جاويد چې په قندهاري شهرت لري، دطيب نواز او خپلو نورو ملګرو منيب رزاق او ذيشان سره ملتان ته راروان دي او هغوي به دبلال لطيف چې په ياسر پنجابي شهرت لري او نورو جنګيالو ترڅنګ يوه غونډه کې ګډون کوي او دغه غونډه کې به يو ځانمرګي هم شريکيږي.

دپاکستان دپنجاب صوبې په ملتان سيمه کې پوليسو دالقاعده ديو مهم مشر په ګډون داتوو ترهه ګرو دوژل کيدو دعوه کړې ده

دپنجاب پوليسو دترهه ګرۍ دمخنيوي دڅانګې دوياند ترمخه هغوي ته خفيه خبر ترلاسه شوى ؤ چې دالقاعده کمانډر منيب جاويد چې په قندهاري شهرت لري، دطيب نواز او خپلو نورو ملګرو منيب رزاق او ذيشان سره ملتان ته راروان دي او هغوي به دبلال لطيف چې په ياسر پنجابي شهرت لري او نورو جنګيالو ترڅنګ يوه غونډه کې ګډون کوي او دغه غونډه کې به يو ځانمرګي هم شريکيږي.

دترهه ګرۍ دمخنيوي پوليسو دعوه کړې ده چې دغو ترهه ګرو غونډه کې دملتان په يو پوهنتون دبريد منصوبه جوړوله او دخفيه خبر په ترلاسه کيدو دپاکستان استخباراتي شبکې( ايي ايس ايي) او دترهه ګرۍ دمخنيوي محکمې په ګډه دملتان په نواب پوره سيمه کې يو کلي عمليات کړي دي.

دپوليسو وياند ويلي جنګيالو دپوليسو په ليدلو سره راکټ وداغلو او وروستو يې په لاسي بمونو سره بريد وکړو.

هغه ويلي پوليسو ځوابي عملياتو کې دالقاعده ٨ ترهه ګر ووژل.

دهغه په وينا وژل شوو کې دځينو جنګيالو پيژندګلو شوې چې پکې طيب ، منيب الرحمان، ذيشان چې په ابودجانه شهرت لري او منيب رزاق شامل دي او هغوي سرګودها سيمه کې دبريګيډير فضل قادري وژنه کې ککړ وؤ.

دپوليس سرچينې وايي دشپې دتيارې څخه په ګټې اخستو بلال لطيف او منيب جاويد نومې جنګيالي دخپلو نورو ملګرو سره تيښته کې بريالي شوي دي.

پوليسو ويلي وژل شوو کې پاکستان کې دالقاعده مهم کمانډر طيب چې په عبدالمتين شهرت لري هم وژل شوى، هغه په کال ٢٠٠٩م کې پينډۍ کې په پريډ لا ين جومات دترسره شوي بريد منصوبه جوړونکى هم ګڼل کيدو.

دپنجاب حکومت دعوه کوي چې سږکال دمارچ په مياشت کې دلاهور په ګلشن اقبال پارک کې دځانمرګي بريد ترسره کيدو څخه وروستو يې پنجاب کې دتندلارو په ضد عملياتو کې چټکتيا راوستې.

يوه ورځ دمخه هم دپنجاب په ګجرانواله سيمه کې دترهه ګرۍ دمخنيوي محکمې دڅلورو ترهه ګرو دوژلو دعوه کړې وه چې پکې په شکمنه توګه القاعده سره اړيکې لرونکې عبدالرحمان نومې يو تندلارى هم شامل ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG