لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انګور اډې تاسيسات افغان ځواکونو ته وسپارل شو، ائي اېس پي ار


پوځي وياند ويلي دغه ګام يې افغانستان سره د ورورولۍ د اړيکو ښه والي په موخه پورته کړی دی .
پوځي وياند ويلي دغه ګام يې افغانستان سره د ورورولۍ د اړيکو ښه والي په موخه پورته کړی دی .

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار مشر لفټننټ جنرال عاصم باجوه د ټولنيز اړيکو په ويب پاڼه ټويټر د انګور اډې عکسونه خپاره کړي او ويلي يي دي چې د انګور اډې تاسيات يې افغان ځواکونه ته وسپارل .

پوځي وياند ويلي دغه ګام يې افغانستان سره د ورورولۍ د اړيکو ښه والي په موخه پورته کړی دی .

پوځي بيان کې ويل شوي پاکستاني او افغان ځواکونه د سرحدي کشالو په پُرامنه ډول د هوارولو په خبره صلاح شوي دي .

د دې ترڅنګ دا هم ويل شوي چې دا ګام به د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله د سولې او ثبات په لړ کې مهم رول ولوبوي .

پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال هم په خپل فېسبوک د انګور اډې د تاسيساتو افغانستان ته د سپارلو ګام ته ښه خبر ويلي دي .

نوموړي ويلي تېره اونۍ يې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره د تورخم د پولې په سر ليدنه شوې وه په هغې کې يې ورسره د انګور اډې د تاسيساتو خبره هم کړې وه .

زاخېلوال ويلي زما په ټينګار اونۍ وړاندې شوې ژمنه وفا شوه " په يوه اونۍ کې ټول هغه پاخه تاسيسات چی په انګور ا‌‌‌‌‌‌ډه کی پاکستان په تيرو څو کلونو کی زموږ په خاوره کی دننه جوړ کړي او ددوی پوځيان پکې مېشت دي امانت سلامت زموږ ملي امنيتی قواو ته وسپاری او ديادی ساحی څخه به پاکستانی پوځونه په بشپړه توګه په څټ شی " .

افغان سفير زياته کړې چې " خوښ يم چی همدا اوس په انګور ا‌‌‌‌‌‌ډه کی د پاکستان پوځ، پورتنی ژمنی ته په وفا، په انګور ا‌‌‌‌‌‌ډه کی پاکستانی جوړ شوي ټول تاسيسات د کابل څخه تللي د ملی دفاع وزارت يو پلاوی ته د سپارلو په حال کی ده چی سر له نن مازديګر به د افغانستان بېرغ پرې پورته او زموږ د ملی سرحدي قواو مرکز وګرځي " .

نزدې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې په امنيتي چارو د اختلافاتو رامنځته کېدو وروستو د تورخم پوله تړل شوې وه او څلور ورځې بنده پرته وه .

وروستو زاخېلوال د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدلي او په دغه ليدنه کې دپولې پرانستو پرېکړه شوې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG