لاس رسیدونکی لینک

 
امريکې په ملامنصور د بريد نه وروستو خبر کړي يُو، نوازشريف
تازه خبر

امريکې په ملامنصور د بريد نه وروستو خبر کړي يُو، نوازشريف


وزيراعظم په خپلو خبرو کې د ډرون بريد په حملو د احتجاج کولو هم وويل .
وزيراعظم په خپلو خبرو کې د ډرون بريد په حملو د احتجاج کولو هم وويل .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ويلي د ملامنصور د وژنې پخلی لا نه دی شوی او په دغه لړ کې پلټنې روانې دي .

لندن کې رسنيو سره خبرو کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وويل چې د امريکې خارجه وزير جان کېري ماته او د پوځ سرلښکر ته په دغې اړه ټيليفون کړی او د بريد نه پس يې خبر کړي يُو . وزيراعظم په خپلو خبرو کې د ډرون بريد په حملو د احتجاج کولو هم وويل .

​​وزيراعظم وويل د ملااختر منصور د وژنې پخلی لا نه دی شوی . د ولې محمد نومې کس شناختي کارډ مېلاؤ شوی او هغه د بلوچستان قلعه عبدالله سيمې سره تعلق لري .

د افغانستان استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) په ټويټر او فېس بک خپور کړي خپل بيان کې ويلي د طالبانو مشر ملامنصور د پاکستان بلوچستان صوبې په دالبندين سيمه کې د خالي په ورځ پاؤکم څلور بجې وژل شوی دی .

له دې وړاندې د افغان صدر اشرف غني دفتر هم ملااخترمنصور باندی د امريکايي ځواک د بې پائلټه الوتکې بريد تائيد کړی ؤ .

پېنټګان او افغان چاوراکو ويلي ؤ د طالبانو مشر ملااخترمنصور د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په نخښه کړل شوی دی . امريکايي چارواکو ويلي صدرباراک اوباما د دغه بريد اجازه ورکړې وه .

طالبانو په خپله تراوسه پورې په دغې اړه څه نه دي ويلي .

بل لور ته د امريکې خارجه وزير جان کېري ويلي ملامنصور د سولې د خبرو مخالف او د امريکايي او افغان ځواکونو او ملکي خلکو دپاره خطر ؤ ځکه يې په هدف کړی دی .

د پاکستان د خارجه وزارت لخوا د اتوار په ماښام جاري کړی شوي بيان کې ويل شوي چې امريکې د پاکستان او افغانستان په پوله پرتې علاقه کې د ډرون بريد په اړه دوې ته معلومات ورکړي وو په کوم کې چې راپورونه دي د افغان طالبانو مشر ملااختر منصور په هدف کړی شوی دی .

خارجه وزارت ويلي په دغې اړه تراوسه پورې د ترلاسه معلوماتو د مخې دوې ته د ولي محمد نومې کس پاکستانی پاسپورټ او شناختي کارډ مېلاؤ شوي او هغه په۲۱مئي د تفتان د لارې پاکستان ته راداخل شوی او په پاسپورټ يې دايران ويزه لګېدلې ده .

دغه کس د تفتان نه د سفر دپاره په کرايه ګاډی نيولی او د پاکستان او افغانستان په پوله پرتي کوچکي نوې علاقه کې دغه ګاډی په تباه شوي حالت کې مېلاؤ شوی دی .

د خارجه دفتر په بيان کې ويل شوي چې د ګاډي د ډرائيور پېژندګلو د محمداعظم په نوم شوې او مړی يې خپلوانو ته سپارل شوی دی ولې د بل مړي د پېژندګلو دپاره د موقعې نه شواهد رايوځاې کړی شوي دي .

د بلوچستان صوبې د نوشکي ضلعې کوچکي سيمې نه ترلاسه شوي مړي اول ځايې او بيا د کوئټې روغتون ته راوړی شوي دي .

په ځاې ټي وي چېنلو دغه ډول ويډيو خپرې شوي چې پکې په يو ګاډي اورلګېدلی او په مکمله توګه تباه شوی ليدل کيږي . د دې ترڅنګ د دوه کسانو مړي هم په ويډيو کې ليدل کيږي چې روغتون ته راوړل شوي دي . په ټي وي چېنلو د ولي محمد په نوم کس پاسپورټ او شناختي کارډ هم ښکاره کړی شوی دی .

دا وړومبی ځل دی چې د پاکستان په جنوب لويديځه صوبه بلوچستان کې امريکايي ډرون بريد شوی او د طالبانو مشر پکې په هدف شوی دی . له دې وړاندې به د ډرون بريدونه په شمال لويديځه قبايلي سيمو کې شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG