لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهه ګرو ته به خوندي ځاله په لاس نه ورځي،امريکا


 هغه وويل” زما په فکر ، ددې سره طالبانو ته هم يو پيغام ځي چې هغوي ته به دخپل راتلونکې په اړه ارو مرو پريکړه کول وي، چې دهغوي راتلونکى دې څه وي، ايا هغوي به افغانستان لپاره دپرامنه سياسي رالونکي برخه جوړيدل غواړي“
هغه وويل” زما په فکر ، ددې سره طالبانو ته هم يو پيغام ځي چې هغوي ته به دخپل راتلونکې په اړه ارو مرو پريکړه کول وي، چې دهغوي راتلونکى دې څه وي، ايا هغوي به افغانستان لپاره دپرامنه سياسي رالونکي برخه جوړيدل غواړي“

دامريکا خارجه محکمې ويلي دي دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدو سره داواضحه پيغام ترلاسه کيږي چې که چرې زمونږ دپوځونو او افغان پوځونو په ضد بريدونه کيږي، نو تاسو به په نخښه کولى شئ او تاسو سره به کومه خوندي ځاله نه وي

دا څرګندونې دامريکا دبهرنو چارو دوزارت مرستيال وياند مارک ټونر دګل په ورځ ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال ديوې پوښتنې په ځواب کې کړي دي.

دامريکا ولسمشر براک اوباما تيره ورځ امريکايي ډرون بريد کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى کړى و.

تيره ورځ افغان استخباراتي ادارې (اېن ډي ايس) هم يو بيان کې ويلي وؤ "د طالبانو مشر اخترمحمد منصور تېره ورځ د مازديګر په ۳:۴۵ دقيقو د پاکستان په بلوچستان آيالت کې د دالبندين په نوم سيمه کې په يو هوايي بريد کې له منځه تلی دی " .​

مارک ټونر وويل زما په فکر ، ددې سره طالبانو ته هم يو پيغام ځي چې هغوي ته به دخپل راتلونکې په اړه ارو مرو پريکړه کول وي، چې دهغوي راتلونکى دې څه وي، ايا هغوي به افغانستان لپاره دپرامنه سياسي رالونکي برخه جوړيدل غواړي

هغه وويل افغان حکومت سره کښيناستى او دخبرو اترو پيل کولى شي او دافغانانو په مشرۍ کې دامن دعمل ډاډګيرنه کوي.

وياند وويل پرامنه سياسي عمل کې دشامليدو لاره کې هيڅ خنډ نشته.

ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل امريکا پاکستان سره تماسونو او مرستې ته چمتو ده ترڅو داسې ترهه ګريزې ډلې له مينځه يوړل شي چې دبريدونو لپاره دپاکستان سيمه کاروي.

مارک ټونر وويل امريکا دپاکستان دسيمه ييز سالميت درناوى کوي.

خو دهغه په قول په ملا منصور ترسره شوى بريد دپاکستان او افغانستان په پوله شوى و او لکه څنګه چې مونږ دمخه ويلي دي مونږ به هاغه ترهه ګر په نخښه کوؤ کوم چې دامريکايي پوځونو په ضد منصوبه بندي کوي او بريدونو کې فعاله کردار ادا کوي.

هغه وويل طالبانو لپاره يوه لاره ده چې هغوي دې دشخړې دپرامنه هواري په لوري راشي.

دخارجه محکمې وياند په ډاګه کړه ترهه ګرو ته به خوندي ځالې په لاس نه ورځي او هغوي ته به دا اجازه نه وي چې زمونږ خلک او يا دې افغان اولس په نخښه کړي

وياند وويل صدر اوباما دعملياتو دبرياليتوب او ددې خبرې پخلى کړى چې ډرون بريد کې ملا منصور وژل شوى.

ملا اختر منصور تېر کال د جون په مياشت کې د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې نه وروستو د طالبانو د تحريک مشر وټاکل شو خو د هغه په ټاکلو د وړومبۍ ورځې نه ځينو طالب مشرانو اختلاف لرلو .

منصور د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې مهم خنډ و، هغه د طالبانو مشرانو ته اجازه نه ورکوله چې د افغانستان د حکومت له استازو سره وګوري .

هغه د طالبانو د تحريک د بنياد اېښودونکو په ډله کې شامل ؤ . هغه د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د هوايي ملکي چلند د وزارت سرپرست ؤ او څه موده د کندهار والي هم ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG