د پاکستان سندهـ صوبې په سرښار کراچۍ کې نامالومو وسله والو د احمدي ټولنې سره تعلق لرونکی يو کس په ډزو وژلی دی .
د کراچۍ ښار د ګلش اقبال سيمې د پوليس په وينا دغه پېښه تېره شپه ناوخته د مبينه ټاؤن تهاڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده او نامالومو وسله والو د احمدي ټولنې سره تعلق لرونکی او د هغه ملګری په هدف کړي دي .
د مبينه تهاڼې پوليس افسر (محرر) يوسف رضا وي او ای ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل " وژل شوی کس داؤداحمدنوميږي د ده تعلق د قادياني احمدي ډلې سره دی د کور نه بهر د ملګري سره ناست ؤ په دوه موټر سائيکلو سواره څلور وسله وال راغلي او په دوې يې ډزې کړي دي" .
نوموړي وويل وسله وال په پټ مخ وو ډزې يې کړې او د موقعې نه په تېښته کې بريالي شوي دي .
د پوليس افسر په وينا داؤد او هغه سره ملګری يې په ډزو کې ژوبل شوي وو. داؤد وروستو په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی او د ژوبل ملګری يې لا اوس هم په روغتون کی درملنه روانه ده .
د احمدي ډلې لخوا په جاري شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ۵۵ کلن داؤد احمد د شپې د خپل کور نه بهر د يو ملګري په انتظار ناست ؤ او په دغه وخت کې پرې موټرسائيکل سواره وسله وال راغلي او ډزې يې پرې کړي دي .
د احمديه ډلې وياند سليم الدين د پښې غندنه کړې او ويلي يې دي داؤد فعاله احمدي ؤ ځکه په هدف کړی شوی دی .
نوموړي ويلي په ټول ملک کې د احمديانو په ضد د کرکې ډکه پروپېګنډه روانه ده کومه چې د دغه ډول پېښو سبب ګرځي .
هغه زياته کړې په ملک کې د ترهګرۍ په ضد جوړې قامي تګ لارې (نيشنل اېکشن پلان) کې اعلان شوی چې د کرکې خورؤنکو په ضد به ګامونه پورته کولی شي خو نوموړي ويلي د احمديانو ضد پروپېګنډا په خلاص مټ روانه ده او هيڅ مخنيوې يې نه کيږي .
هغه ويلي په کراچۍ کې تراوسه پورې ۳۰ احمديان ووژل شو .
د سليم الدين په وينا د احمديانو په وژنه کې ککړ عناصر نه نيول کيږي ځکه د دغو خلکو حوصلې لوړې دي او په ډاډه يې په ضد عمليات کوي .
د کراچۍ نه علاوه له دې وړاندې په پنجاب صوبه کې هم د احمديانو د وژنو پېښې رامنځته شوي دي .