لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش ددارالخلافې رقه په لوري دځواکونو پرمختګ


منصور ويلي دي دسيمه ييزو ځواکونو او نړيوال ايتلاف ترمينځ دهمکارۍ کچه سيوا ده او په ځمکه داعش ته دزيان رسولو لپاره دايتلاف فضايي بريدونه مهم دي.
منصور ويلي دي دسيمه ييزو ځواکونو او نړيوال ايتلاف ترمينځ دهمکارۍ کچه سيوا ده او په ځمکه داعش ته دزيان رسولو لپاره دايتلاف فضايي بريدونه مهم دي.

دسوريې شمالي سيمې رقه کې دامريکا په ملاتړ ځواکونو دتندروه ډلې داعش په ضد پرمختګ دوامداره ساتلى دى.

کال ٢٠١٤م کې سوريې او عراق کې په لويو سيمو دقبضې کولو څخه وروستو داعش دخپله ځانه دخلافت اعلان کړى او رقه يې خپله دارالخلافه ګرځولې وه.

روانه اوونۍ کې پيل شوو عملياتو کې دکرد او عرب جنګيالو ايتلافدسوريې جمهوري ځواکونه تر دې مهاله په ١٠ کليو واک ترلاسه کړى او د١٥و کلو ميټرو سيمه کې يې پرمختګ کړى او په دغه مهال دامريکا په مشرۍ ايتلاف خواوشا کې په تندلارو فضايي بريدونه هم ترسره کړي دي.

دکرد ځواکونو دځمکنو عملياتو کمانډر رجدا جدي امريکا غږ ته ويلي دا لړۍ به دوامداره وي خو دداعش له لوري پريښودل شوي بارودي سرنګونه دهغوي دپرمختګ لاره نيسي او کومې سيمې ته دداخليدو څخه دمخه دهغې پاکول ضروري وي.

سوريه کې يو کرد چارواکي ناصر منصور ويلي هغوي رقه کې دداعش په ضد په دريوو محاذونو جنګيږي، ځينو سيمو کې داعش ډله پشا شوې او نورو کې مزاحمت کوي خو هغوي په لسګونو جنګيالي تر دې مهاله وژلي دي.

منصور ويلي دي دسيمه ييزو ځواکونو او نړيوال ايتلاف ترمينځ دهمکارۍ کچه سيوا ده او په ځمکه داعش ته دزيان رسولو لپاره دايتلاف فضايي بريدونه مهم دي.

دامريکا غږ ديو خبريال ترمخه دداعش ضدځواکونه دتندلارو په ضد دمينځنۍ کچې او لويې وسلې کاروي، داعش هم ځوابي ډزې کوي او دمارټرو ګولې کاروي.

دسيمه ييزو راپورونو ترمخه په داسې حال کې چې روانه جګړه درقه څخه ٤٠ کلو ميټره لرې ده، داعش دښار دننه دجګړې دتيارۍ لپاره خندقونه کني.

عسکري مشران وايي دښار حدودو ته دسيمه ييزو ځواکونو رسيدو کې به په امکاني توګه څو اوونۍ وخت لګيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG