پاکستان کې داليکټرانک ميډيا کنټرولونکې ادارې( پيمرا) دغه هيواد کې دټي وي او ريډيو په چينلو ټينګار کړى چې دحمل دمخنيوي دمصنوعاتو داشتهارونو خپرول دې په سمدستي توګه اودروي.
څيړونکي په دې نظر دي چې پاکستان کې سياست دانان هم دسخت دريځو ددړکو، سياسي ګټو او مذهبي تعليماتو له ويرې ابادۍ کې دبې کچه اضافې او دددې دنتيجو په ضد غږ نه شي پورته کولى.
دپيمرا څخه دجاري شوي نوټيفيکيشن ترمخه ترمخه دغه ګام يې په اليکټرانک ميډيا دحمل دمخنيوي داشتهارونو دخپريدو په ضد دترلاسه شو شکايتونو په رڼا کې اخستى او زياتوي” عام اولس ددغومصنوعاتو داشتهارونو خپريدوسره دوړو ماشومانو په ذهنونو دپريوتونکو اثراتو له امله تحفظات لري“ او هيواد کې موروپلار ددغو اشتهارونو په خپريدو دبنديز غوښتنه کړې.
که هر څو پيمرا دعوه کوي چې هغوي په دغه رقم اشتهارونو ميډيا ته دبنديز وينا داولس په وينا کوي خو څيړونکي اندازه څرګندوي چې په عامه توګه پيمرا پاکستاني ميډيا ته دحمل دمخنيوي په اړه په اشتهارونو دبنديز امر دغه هيواد کې دهاغو سخت دريځو ددړکو له امله کوي کوم چې تنګ نظري او متعصب دي او دمذهبي تعليماتو لاندې دابادۍ دسيوا کيدو په حق کې دي.
ديو راپور ترمخه په کال ١٩٥٠ کې دپاکستان ابادي ٣٣ ملينه وه او په نړۍ کې يې دابادۍ په لحاظ سره درجه بندي په ١٤م نمبر وه خو اوس مهال ددغه هيواد ابادي خواوشا 191.71 ملينو ته رسيدلې چې دغه شان ابادۍ کې دبې دريغه اضافې کيدو له امله پاکستان دا مهال دنړۍ شپږم لويه ابادي لرونکى هيواد دى.
دپاکستان ابادۍ کې دبې کچه اضافې لويو عواملو کې دمرګ شرح کې کمى، دکم عمرۍ ودونه،غربت، په ځانګړې توګه دښځو دتعليم څخه لرې والى او دهغوي دسړو په حصار کې او دهغوي په اسره ژوند تيرول،ديو څخه دزياتو ښځو کولو رجحان، مذهبي بنديزونه، عقيدې او رسم ورواج دى.
څيړونکي په دې نظر دي چې دترهه ګرۍ څخه وروستو ابادۍ کې بې کچه اضافه دپاکستان تر ټولو لويه ستونزه ده ځکه چې دهغوي په قول دغه هيواد کې زياتره خلک دغربت دليکې څخه ښکته ژوند تيروي او هغوي دتعليم او روغتيا په ګډون دعصري اسانتياوو څخه محروم دي.
ابادۍ کې دبې دريغه اضافې کيدو له امله چې پاکستانيان دکومو ستونزو سره مخ کيږي په هغې کې دخوراک او پاکو اوبو،ګيس او بجلۍ کمى، ماحولياتي خيچنوالى، ښاري سيمو کې په ګڼ شمير کې دخلکو اوسيدل،دخودکشۍ رجحان، غربت او بې روزګاري شامل دي او ددې ترڅنګ ټولنيزۍ بدۍ لکه لاقانونيت، جرمونه، دنشو عادتونه بدعنواني او دغسې نورې ګڼې ستونزې شامل دي.
خو دڅيړونکو وينا ده ددې باوجود هم دپيمرا لخوا دحمل دمخنيوي دلارو چارو په اشتهارونو ميډيا ته دبنديز لګولو وينا دفکرمندۍ مقام دى.
پيمرا دپاکستان ميډيا ته خبردارى ورکړى چې که چرې دحمل دمخنيوي داشتهارونو دنه خپريدو په اړه دهغوي په لارښوونو عمل ونه کړي نو په ضد به يې دپيمرا دقوانينو لاندې سخت ګامونه واخستل شي.
په ډاګه دې وي چې تيرکال هم پيمرا ديو کنډوم برام داشتهار په اړه دشکايت ترلاسه کيدو څخه وروستو دا غيراخلاقي او دمذهبي عقيدو په ضد ګرځولى او بنديز يې پرې لګولى و.
پاکستان کې که هر څو دحمل دمخنيوي په لارو چارو دډاګيز بحث څخه ډډه کولى شي خو دملګرو ملتونو ديو راپور ترمخه په داسې حال کې چې دپاکستان ابادۍ کې په تيزۍ سره اضافه کيږي دريمه برخه پاکستانيان دحمل دمخنيوي په اړه معلومات او اسانتياوې نه لري