لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خواجه سرا علیشا په وژنه تورن کس نيول شوی


عليشا اته ډزه ويشتل شوی او وروستو يې په روغتون کې د درملنې په وخت ژوند د لاسه ورکړی ؤ .
عليشا اته ډزه ويشتل شوی او وروستو يې په روغتون کې د درملنې په وخت ژوند د لاسه ورکړی ؤ .

د خېبرپښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې څو ورځې وړاندې د وژل شوي خواجه سرا يا نرښځي علیشا په وژنه تورن فضل ګُجر نومې تن نيول شوی دی .

د پېښور پوليس ويلي د وژنې په دغه کېس کې تورن ملزم د خالي په ورځ‌ د قاضي کلي څخه نیول شوی دی .‌

د پيښور د پولیسو مشر ایس ایس پي عباس مجید مروت وايس اف امریکه ډیوه ريډيو سره خبرو کې وئیلي‌ فضل محمد ګجر چې د پلار نوم یې وکیل دی ،‌د علیشاه د وژلو نه وروستو د موقعې څخه تښتیدلی ؤ‌ .

هغه وويل پولیسو د په اړه معلومات ترلاسه کړي وو چې دغه ملزم د پيښور په قاضي کلي کې پټ‌ دی. د پولیسو یوې خصوصي ډلې دهغه د نیولو دپاره چټک عملیات وکړل او هغه ونیولو.

د خیبرپښتونخوا د خواجه سراؤ د سازمان صدر فرزاني وايس اف امریکه ډیوه ريډيو سره خبرو کې د وژل شوي خواجه سراء علیشاه په وژنه تورن کس د نیولو په خبره د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده .

فرزانه وئیلي دي چې اوس که چرې پولیس ددغه کیس پلټنې د مخلصانه توګه وکړي اؤ د هغه قاتل ته د محکمې نه سخته سزا ورکړي نو هیله ده راتلونکي کې به څوک د بیګناه خواجه سراؤ د وژنې جرات ونه کړی شي .

د خواجه سراؤ په وينا عليشا اته ډزه ويشتل شوی او وروستو يې په روغتون کې د درملنې په وخت ژوند د لاسه ورکړی ؤ .

خواجه سراؤ وئيلي عليشا په خپله د ژوبلېدو په وخت پوليس په ورکړي بيان کې د فضل ګُجر نوم ښايلی ؤ چې هغه پرې ډزې کړې وې .

د عليشا جنازه د احتجاج په توګه د پېښور فقير اباد پوليس تهاڼې مخې ته د احتجاج په توګه وړل شوې چې پکې د خواجه سراؤ سره د مدني ټولنې غړو هم ګډون کړ ی او په دغه وژنه کې د تورن کس د نيولو غوښتنه شوې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG