لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز کې طالبانو ١٦ مسافر وژلي


ددغه پيښې په اړه دکندوز دوالي وياند سيد محمد دانش خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي”طالبانو ١٦ مسافر وژلي او ٣٠ مسافر يې اوس هم يرغمال کړي دي“
ددغه پيښې په اړه دکندوز دوالي وياند سيد محمد دانش خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي”طالبانو ١٦ مسافر وژلي او ٣٠ مسافر يې اوس هم يرغمال کړي دي“

دافغانستان په شمالي ولايت کندوز کې طالبانو دنهې په ورځ ١٦ مسافر وژلي او ګڼ شمير نور يې غيرغمال کړي دي.

ددغه پيښې په اړه دکندوز دوالي وياند سيد محمد دانش خبري ادارې اى ايف پي ته ويليطالبانو ١٦ مسافر وژلي او ٣٠ مسافر يې اوس هم يرغمال کړي دي

خو دپوليسو يو کمانډر شير عزيز بيا دوژل شوو مسافرو شميره ١٧ ښودلې ده.

هغه وويل هغوي( طالبانو) ځينې مسافر خوشې کړي خو يو شمير يې نيولي، مسافرو کې چا هم پوځي دريشۍ نه وې اغوستې، خو ځينې پکې پخواني پوليس کيدى شي

طالبانو علي اباد اولسوالۍ کې درامينځته شوې دغه پيښې په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

تيره اوونۍ دافغانستان ګاونډي هيواد پاکستان کې يو امريکايي ډرون بريد کې دافغان طالبانو دنوي مشر ملا اختر منصور دوژل کيدو او دهغه پځايې دطالبانو دنوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده دټاکل کيدو وروستو ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده.

دافغان چارواکو وينا ده هلمند ولايت کې طالبانو سره دتيرو دوو ورځو راهسې روانه جګړه کې يې ٥٧ پوليس عسکر وژل شوي دي.

څيړونکي په دې نظر دي چې دملا هيبت په مشرۍ به افغان طالبان راتلونکي کې خپلو بريدونو کې نوره اضافه هم کوي ځکه چې هغوي هغه(هيبت الله) غواړي دجګړې په ميدان کې په لاسته راوړنو سره دا تاثر رد کړي چې ګنې دملا منصور دوژل کيدو وروستو طالبان کمزوري شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG