لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې ١٢ لکه خلک بې کوره شوي،ايمنسټي


 دبشري حقونو نړيوالې ډلې ايمنسټي انټرنيشنل دنهې په ورځ پخپل يو راپور کې دکابل په حکومت او بين المللي ورورولۍ ټينګار کړى چې دجګړې له امله دبې کوره شوو کسانو ستونزه دې هواره کړي.
دبشري حقونو نړيوالې ډلې ايمنسټي انټرنيشنل دنهې په ورځ پخپل يو راپور کې دکابل په حکومت او بين المللي ورورولۍ ټينګار کړى چې دجګړې له امله دبې کوره شوو کسانو ستونزه دې هواره کړي.

افغانستان کې دتيرو دريوو کلونو په مهال دتشدد دپيښو له امله ١٢و لکو څخه زيات کسان دخپلو کورونو په پريښودو مجبور شوي دي.

دبشري حقونو نړيوالې ډلې ايمنسټي انټرنيشنل دنهې په ورځ پخپل يو راپور کې دکابل په حکومت او بين المللي ورورولۍ ټينګار کړى چې دجګړې له امله دبې کوره شوو کسانو ستونزه دې هواره کړي.

کابل کې جاري شوي دغه راپور کې ايمنسټي انټرنيشنل ويلي جګړه کې دتُندوالي راتللو سره دبې کوره شوو خلکو شمير کې هم اضافه کيږي.

کال ٢٠٠١ء کې دامريکا او ايتلافيانو له لوري يې افغانستان کې دطالبانو دحکومت دخاتمې څخه راپديخوا دغه هيواد دجګړې سره مخ دى.

تيره اوونۍ دافغانستان ګاونډي هيواد پاکستان کې يو امريکايي ډرون بريد کې دافغان طالبانو دنوي مشر ملا اختر منصور دوژل کيدو او دهغه پځايې دطالبانو دنوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده دټاکل کيدو وروستو ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده.

دملګرو ملتونو ترمخه يواځې کال ٢٠١٥م کې افغانستان کې ١١٠٠٢ اولسي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي او په هغوي کې زياتره دتندلارو دبريدونو له امله په نخښه شوي.

دايمنسټي راپور کې دکابل يو کيمپ کې ديوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دميشته فرزانې حواله ورکړى شوې ده، دغه ميرمن داوو بچو مور ده او دپروان ولايت څخه بې کوره شوې ده.

دفرزانې خاوند څو کاله دمخه هغه يواځې پريښودې وه چې له دې وروستو هغه په يواځې دخپلې کورنۍ پالنه کوي.

دفرزانې په قول کله چې څوک دخپلو بچو په وړاندې دډوډۍ ايښودو توان نه لري نو دا په ګولۍ دويشتل کيدو څخه هم بدتره شيبه وي.

ايمنسټي ويلي داسې سيمو کې چرته چې بين المللي ورورولي هم مرسته ورکوي افغان حکومت دکډوالو دستونزې په هواري کې ناکامه پاتې شوى.

خو دافغان کډوالو دوزارت وياند حافظ احمد ميا خيل دايمنسټي دورکړل شوې شميرې سره اتفاق نه کوي او وايي دغه شميره خواوشا لس لکه ده او په هغوي کې زياتره خلک يواځې دجګړې نه بلکې دزلزلې او سيلاب پشان دقدرتي افتونو له امله هم بې کوره شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG