د امريکې صدر باراک اوباما امريکا او ګرده نړۍ کې مسلمانانو ته د روژې د مياشتې په راتګ خپله او د مېرمن مشيل اوباما لخوا مبارکي وئيلې ده .
خليج هېوادونو، ختيځ اسيا انډونيشيا، ملائيشيا او انډونيشيا ترڅنګ جاپان کې نن د ګل په ورځ د روژې وړومبۍ ورځ ده .
د سپينې ماڼۍ نه جاري شوي بيان کې صدر اوباما د روژې په پېغام کې وئيلي دا مياشت ډېرو ته روحاني تسکين، زغم، د بخښنې او يو والي د سبق موقع برابروي . دا د کال هغه وخت دی چې په ګرده نړۍ کې مېزونه ته خواږه خوراکونه راولي .
صدراوباما ويلي څنګه چې مسلمانان په امريکا کې د روژې مياشت نمانځي دا ماته ياد تازه کوي چې مونږ يوه امريکايي کورنۍ يُو . هغه ويلي زه د هغه امريکايي مسلمانانو د ټولنې سره کلک ولاړيم څوک چې زمونږ د وېش غږ ردوي او زمونږ مذهبي ازادي او حقونه کموي .
صدر اوباما ژمنه کړې چې هغه د مذهب د توپير نه پرته هغه د ټولو امريکايانو د ازادۍ د ساتنې دپاره پُرعزم دی .
ښاغلي اوباما ويلي دا د امريکې خاصه ده چې دلته ځايي او د بهر نه راغلي خلک په يوه ټولنه کې اوسي، او دلته په ټوله امريکا کې د هرې پېشې سره تعلق لرونکي خلک هر ماښام يو ځاې روژه ماتی کوي .
صدراوباما په خپل پېغام کې ويلي مونږ په دې مياشت کې د لاکونو په شمېره کې هغه خلک هم نه شو هېرولی چې په نړۍ کې د شخړو او جګړو له امله بې کوره شوي دي . ډېر خلک به سږکال د خپلو ماشومانو سره په خپلو کورنو روژه او اخترونه ونه نمانځي ، مونږ ټولو له د دغو خلکو مرسته کول پکار دي .
هغه ويلي دا مقدسه مياشت مونږ ته د انسانو د درناوي سره مونږ ته زمونږ شريکې زمه وارۍ رايادوي . هغه ويلي مونږ به کډوالو او پناه غوښتونکو ته هرکلی وايو او هغوې ته هم چې څوک مسلمانان دي .
صدر په خپل پېغام کې زياته کړې څنګه چې ما په خپل صدارت کې کړي دي په روژه او بيا په اختر کې به د سپينې ماڼۍ دروازې د امريکايي مسلمانانو دپاره خلاصې وي .
ښاغلي صدر ويلي زه د خپل صدارت په اخرۍ روژه کې د امريکا او ګردې نړۍ مسلمانانو ته نېکې پيرزونې وړاندې کوم .