لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملا منصور دډرون بريد سره دسولې عمل اغيزمن شوى،پاکستان


دميډيا راپورونه وايي دغونډې برخه والو ويلي دډرون دغه بريد سره افغان امن عمل ته هم زيان رسيدلى دى.
دميډيا راپورونه وايي دغونډې برخه والو ويلي دډرون دغه بريد سره افغان امن عمل ته هم زيان رسيدلى دى.

دپاکستان سياسي او عسکري چارواکو دنهې په ورځ ويلي دي چې تيره مياشت بلوچستان کې دافغان طالبانو په مشر ملا اختر منصور دډرون بريد کيدو سره افغان امن عمل ته زيان رسيدلى دى.

دپاکستان دپوځ مرکز(جي ايچ کيو) کې دلوړې کچې يوه غونډه کې سياسي او عسکرو مشرانو هيواد ته په پيښو کورنو او بهرنو ستونزو، پاک چين اقتصادي راهدارۍ او نورو مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.

غونډه کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، دخفيه ادارې انټرسروسز انټلي جنس( ايي ايس ايي) مشر ليفټننټ جنرال رضوان اختر، دملي امنيت صلاح کار ناصر جنجوعه، ددفاع وزير خواجه اصف، دخزانې وزير اسحاق ډار، دوزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز، ځانګړي مرستيال طارق فاطمي او خارجه سکتر اعزاز چوهدري په ګډون لوړپوړو مشرانو برخه اخستې ده.

دپوځ دمطبوعاتي څانګې( ايي ايس پي ار) ترمخه جي ايچ کيو کې شوې غونډه کې دمئ په ٢١مه نيټه دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور په ضد دډرون بريد په اړه انديښنه څرګنده کړل شوې ،دغه بريد دپاکستان دخپلواکۍ په ضد بلل شوى او ويل شوي چې دې سره خپل مينځي باور اغيزمن کيږي.

دبلوچستان نوشکي نومې سيمه کې دمئ په ٢١مه نيټه دډرون يو بريد کې دوه کسان وژل شوي وو چې پکې ديو پيژندګلو دمحمد اعظم په نوم سره شوې وه کوم چې دټيکسي يو ډرايور وو او دوهم وژل شوى تن دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور و.

دپاکستان، افغانستان، امريکا او چين داستازو دڅلور ملکي ډلې دهلو ځلو باوجود افغان طالبانو افغان حکومت سره دسولې دخبرو څخه انکار کولو او دملا اختر منصور دوژل کيدو وروستو دطالبانو نوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده هم افغان حکومت سره دخبرو اترو امکان رد کړى او ويلي يې دي جګړه به دوامداره وي.

دميډيا راپورونه وايي دغونډې برخه والو ويلي دډرون دغه بريد سره افغان امن عمل ته هم زيان رسيدلى دى.

دايي ايس پي ار ترمخه دغونډې برخه والو په دې خبره ټينګار کړى چې بهرنو دښمنو استخباراتي شبکو ته به دپاکستان دننه داړي ګړي خورولو اجازه نه ورکول کيږي.

له دې وړاندې پاکستاني چارواکو څو مياشتې وړاندې دکلبهوشن ياديو په نوم ديو هندي وګړي اودمئ ٢٦مه نيټه بلوچستان څخه شپږ کسان نيولي وو دکومو په اړه چې هغوي پاکستاني چارواکي دعوه لري چې هغوي دهند او افغانستان جاسوسان دي، خو هندي او افغان چارواکي بيا دغه تورونه بې اساسه ګرځوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG