لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي ډرون بريدونه خپل مينځي اړيکو ته زيان رسوي،پاکستان


دپاکستان دډان ويب پاڼې ديو راپور ترمخه دغه څرګندونې دپاکستان دوزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز دجمعې په ورځ دسپينې ماڼۍ ديو لوړپوړي امريکايي پلاوي سره دليدنې په مهال کړي دي.
دپاکستان دډان ويب پاڼې ديو راپور ترمخه دغه څرګندونې دپاکستان دوزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز دجمعې په ورځ دسپينې ماڼۍ ديو لوړپوړي امريکايي پلاوي سره دليدنې په مهال کړي دي.

راپورونه وايي پاکستان دلوړې کچې يو امريکايي هيئت ته ويلي راتلونکي کې بهدامريکا لخوا دپاکستان په خاوره دډرون بريدونو کيدو سره داسلام اباد او واشنګټن ترمينځ اړيکې زيانمنې کيدى شي.

دپاکستان دډان ويب پاڼې ديو راپور ترمخه دغه څرګندونې دپاکستان دوزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز دجمعې په ورځ دسپينې ماڼۍ ديو لوړپوړي امريکايي پلاوي سره دليدنې په مهال کړي دي.

دخبرو اترو په مهال دامريکايي پلاوي مشري دپاکستان او افغانستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي رچرډ اولسن او دامريکا دملي امنيت کونسل پاکستان او افغانستان لپاره ډايکټر پيټر لويي کړې ده او دپاکستان استازيتوب دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز او خارجه سکتر اعزازاحمدچوهدري کړې ده.

سرتاج عزيز امريکايي چارواکو ته ويلي بلوچستان کې په ٢١مه مئ هاغه ډرون بريد چې پکې دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور وژل شوى و دپاکستان دخپلواکۍ، ملګرو ملتونو دچارټر څخه سرغړونه وه او دوه اړخيزه اړيکې يې زيانمنې کړي دي.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه دواړو خواوو په دوه اړخيزه اړيکو، سيمه ييز امنيت په وضعيت او پاکستان کې دامريکايي ډرون بريد په تناظر کې په افغان امن عمل خبرې اترې کړي دي.

سرتاج عزيز دډرون په بريد انديښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي دډرون بريد دافغان امن عمل لپاره هلې ځلې په داسې حال کې زيانمنې کړي چې پاکستان دڅلور ملکي رابطه ډلې ترڅنګ دطالبانو او افغان حکومت ترمينځ دسولې دخبرو بحالۍ لپاره سنجيده هلو ځلو کې بوخت و.

دپاکستان خارجه سکتر امريکايي پلاوي ته په ياده کړې چې دمئ په ١٨مه نيټه دڅلور ملکي ډلې په پينځمه غونډه کې پريکړه شوې وه چې دسولې خبرې دافغان ستونزې دهواري يواځينۍ لار ده.

پاکستان کې دطالبانو دخوندي ځالو دموجوديت په اړه امريکايي پلاوي ته ويل شوي دي چې پاکستان دترهه ګرۍ دمخنيوي دملي تګلارې سره سم دخپلې خاورې څخه دتندلارو او ترهه ګرو دختمولو لپاره ګامونه اخلي.

دغونډې برخه وال خبر کړل شوي دي چې پاکستان افغانستان کې دپاکستاني طالبانو دډلې( ټي ټي پي) دجنګيالو په ضد دافغان ځواکونو څخه دعملياتو توقعو کوي او دغسې ګامونو سره به دپاکستان او افغانستان ترمينځ بې باوري کمه شي.

دامريکا دملي امنيت کونسل پاکستان او افغانستان لپاره ډايکټر پيټر لويي په دغه مهال ويلي دي ولسمشر براک اوباما پاکستان سره اړيکو ښه کولو ته ژمن دى او په دغه خبره تيرکال په ٢٥م اکتوبر واشنګټن ته دوزيراعظم نوازشريف دسفر په مهال هم ټينګار شوى و،هغه دوزيراعظم نوازشريف لپاره دزړه داپريشن څخه وروستو دولسمشر براک اوباما لخوا دنيکو خواهشاتو څرګندونه وکړه.

ښاغلي لويي او سفير اولسن دپاکستان دغه دوره په داسې حال کې کړې چې تيرمياشت بلوچستان کې په امريکايي ډرون بريد دپاکستان پوځ او حکومت انديښنې لري او وايي دې سره خپل مينځي باور زيانمن شوى دى.
پاکستاني چارواکي که هر څو په ظاهره پاکستان کې دډرون په بريدونو انديښنې لري خو دليک شوو اسنادو ترمخه پاکستاني چارواکي دډرون ددغه رقم بريدونو نه يواځې دا چې پشي شا ملاتړ کوي بلکې په ځينو بريدونو کې دهدف په ټاکلو کې هم مرسته کوي.

له دې وړاندې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبايلي سيمو کې په سلګونو ډرون بريدونه شوي کوم چې پاکستان دخپلې خپلواکۍ په ضد بلي خو امريکايي چارواکي بيا ډرون بريدونه دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې يوه موثره وسله ګرځوي.

له دې وړاندې پاکستان کې دډرون بريدونو کې دپاکستاني طالبانو ددوو مشرانو بيت الله محسود ،حکيم الله محسود او دافغان طالبانو د مشر ملا اختر منصور په ګډون په سلګونو ترهه ګر وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو دعوه لرله چې پخپله خاوره دترهه ګريزو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخلي خو ددغه هيواد په بلوچستان ايالت کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور وژل کيدو سره دپاکستاني چارواکو په دعوو پوښتنې راولاړې شوي دي.

په ځانګړې توګه افغانستان کې په امريکايي او افغان ځواکونو بريدونو کې دککړې ډلې حقاني نيټ ورک په ضد دافغان حکومت ،امريکا دحکومت او امريکايي قانون سازانو لخوا پاکستان څخه دکلکو ګامونو اخستو غوښتنې زور نيولى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG