د بنګله دېش چارواکو ويلي په ملک کې د لږکيو او ازاد خيالو فعالانو باندې د تازه بريدونو نه وروستو د خالي په ورځ عملياتو کې ۳۷ مشکوک جهاديان نيول شوي دي .
پوليس سرچينو وئيلي د جمعې په ورځ پېل شوؤ د مشکوک سخت دريزو په ضد عملياتو کې د ۲۵۰۰ نه زيات کسان نيول شوي دي .
يو مشر پوليس افسر ويلي عملياتو کې وسله او چاودېدونکي مواد هم په ولقه کې اخستی شوي دي .
د بنګله دېش وزيراعظمې شېخ حسينه واجد د امر چې " هر وژونکی دې ونيول شي" د هغې نه پس دا عمليات ترسره شوي دي .
په وروستيو کې د بنګله دېش د پلازمينې ډهاکې نه تر لرې پرتو سيمو پورې د وژنو پېښې رامنځته شوي دي .
د جمعې په ورځ شمال ختيځې ضلع پانبا کې يو هندو په چاکوانو وژل شوی ؤ ، د څارنې يوې امريکايي ادارې د خالي په ورځ ويلي د داعش تُندلارو د پېښې زمه واري قبوله کړې ده .
تېره اونۍ د ترهګرۍ په ضد عمليات کوؤنکي يو افسر ښځه وژل شوې، د هندو مشر مړی مېلاؤ شوی او يو عيسايي وژل شوی ؤ .
د خالي په ورځ په زرګونو هندوانو، د بدهـ مت منونکو او عيسايانو په ډهاکه کې د تازه رامنځته شوؤ پېښو په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده .
تازه پېښو کې د مذهبي لږکيو سره فعالان، ازاد خياله پروفېسران او بلاګران هم وژل شوي دي .
د نهې په ورځ ډهاکه کې په عملياتو کې د داعش د درې وسله والو د وژنې ادعا شوې وه .
بنګله دېش کې د رامنځته شوؤ ځينو پېښو زمه وارۍ داعش او القاعده قبولې کړي دي ولې بنګله دېشي چارواکي وايي چې بهرنۍ ترهګرې ډلې يې په ملک کې فعاليت نه لري .
د دې په ځاې چارواکي ځايي تُندلاري او سياسي مخالفين په دغو پېښو تورن کوي .
په سرکاري توګه ازاده خياله ملک بنګله دېش کې ۹۰ فيصده ابادي د مسلمانانو ده .