لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي صدارتي کانديدانو د اورلېنډو د بريد غندنه کړې


هيلري کلنټن په امريکايانو غږ کړی چې د دغه ډول ترهګرۍ د مخنيوي دپاره امريکا کې د مېشتو مسلمانانو سره اړيکې ټينګې کړي .
هيلري کلنټن په امريکايانو غږ کړی چې د دغه ډول ترهګرۍ د مخنيوي دپاره امريکا کې د مېشتو مسلمانانو سره اړيکې ټينګې کړي .

د امريکې راتلونکو صدارتي انتخاباتو دپاره نومول کېدونکوکانديدانو د اورلېنډو د بريد په کلکه غندلی دی .

د ډيموکرېټ ګوند صدارتي کانديدي او پخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن ويلي امريکا به د يواځينو بريدګرو نه ژغورلو دپاره په ګډه کار کول وي .

د ګل په ورځ ( سي اېن اېن) سره خبرو کې هيلري کلنټن په امريکايانو غږ کړی چې د دغه ډول ترهګرۍ د مخنيوي دپاره امريکا کې د مېشتو مسلمانانو سره اړيکې ټينګې کړي .

هغې ويلي د اورلېنډو پېښه دا ثابتوي چې امريکا کې د وسلې اخستو په اړه قانون بدلون ته اړتيا لري .

او د ريپبلکن ګوند متوقع صدارتي کانديد ډونلډټرمپ هم سي اېن اېن سره خبرو کې اندېښنه څرګند کړې چې امريکا کې به نورې داسې پېښې رامنځته شي ځکه چې د هغه په وينا د ملک واکمني کمزورې ده .

ټرمپ يو ځل بيا هغه غوښتنه تکرار کړې چې د شام نه په راتلونکو کډوالو دې بندېز ولګول شي او زياته کړې يې ده په زرګونو کډوال امريکې ته رامات دي او دا د ملکي امنيت دپاره چېلنج دی .

هغه ويلي امريکايي مسلمانان دې په خپل منځ کې مشکوک کسان په نظر کې ساتي او د قانون نافذؤنکې ادارې دې پرې خبروي .

د خالي په شپه اورلېنډو کې د هم جنس پرستو په کلب باندې يو وسله وال کس په ډزو کې ۴۹ کسان وژلي او ۵۳ ژوبل کړي وو .

د بريدګر پېژندګلو د عمرمتين په نوم شوې چې وروستو د پوليس په ډزو کې ووژل شو. د هغه مور پلار د افغانستان نه امريکې ته راغلي او هغه په خپله امريکا کې زېږېدلی ؤ .

د افغانستان صدر اشرف غني، اجرائي رئيس عبدالله عبدالله او پخواني افغان صدر حامدکرزي هم د اورلېنډو د بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده .

د اورلېنډو د پېښې د رومن کېتهولک پاپ فرانسس،د پاکستان وزيراعظم نوازشريف، د برطانيي ملکه الزبت دوم، د جرمني چانسلرې انګېلامرخېل، د فرانس صدر فرانسواان اولاند، د چين صدر شي ژين پنګ، د جاپان وزيراعظم شينزو اېبی، د اسټريليا وزيراعظم ميلکم ټرن بل، د فلسطين وزيراعظم رامي حمدالله، د اسرائيل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو او نورو نړيوالو مشرانو غندنه کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG