لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا بجټ کې تعليم لپاره ١١١ اربه روپۍ


 دغه بجټ دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دخزانې صوبايي وزير مظفر سيد وړاندې کړى دى.
دغه بجټ دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دخزانې صوبايي وزير مظفر سيد وړاندې کړى دى.

دخيبرپښتونخوا حکومت دمالي کال ١٧-٢٠١٦ لپاره د٥٠٥ اربو روپو بجټ صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوى دى.

دغه بجټ دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دخزانې صوبايي وزير مظفر سيد وړاندې کړى دى.

دکال ٢٠١٤م دجون په مياشت کې دافغانستان سره په پوله پرته قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي وو کوم چې تر دې مهاله روان دي او چارواکي دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې د٣٥٠٠ؤ څخه زيات ترهه ګر وژل شوي او دهغوي ملا ماته کړل شوې ده.

خو ددې باوجود هم دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور ، چارسدې او مردان په ګډون بيلا بيلو سيمو کې ترهه ګرو ګڼ ترهه ګريز بريدونه ترسره کړي دکوم څخه چې دا خبره په ډاګه کيږي چې خيبرپښتونخوا ته اوس هم دترهه ګر او تندلاريتوب څخه ګواښ پيښ دى چې له امله يې بهرني سرمايه کاران دغه ايالت کې سرمايه کارۍ ته زړه نه ښه کوي.

امن

دخزانې صوبايي وزير مظفر سيد ويلي دي چې بجټ کې پوليسو لپاره ٣٢ اربه او ٩٤ اربه روپۍ بيلې کړل شوي دي.

هغه منلې ده چې دترهه ګرۍ له امله خيبرپښتونخوا ته دهيواد دنورو برخو په پرتله زيات زيان رسيدلى.

مظفر سيدويلي دچين په مرستې سره په دپوليسوتوان ښه کولى شي.

دسرکاري ملازمانو تنخا کې اضافه

دخزانې وزير دسرکاري ملازمانو تنخاګانو او پنشن کې دلس فيصده اضافې اعلان وکړو او وې ويل دريټايرډ ملازمانو او پنشن لپاره ٤٠ اربه او ٩١ کروړه روپۍ بيلې کړل شوي دي.

هغه وويل دخواري کښ لږ ترلږه تنخا ١٤ زره روپۍ مقرر کړل شوې ده.

تعليم

دخزانې صوبايي وزير وويل تعليم لپاره ١١١ اربه او ٥٢ کروړه روپۍ بيلې کړل شوي دي.

هغه وويل خيبرپښتونخوا کې به ١٦٠ نور پرايمري سکولونه او لس کالجونه جوړولى شي او ١٠٠ مدرسې به پرايمري سکولونو کې بدلولى شي.

هغه دا هم وويل چې سوات کې به يو کيډټ کالج جوړولى شي.

مظفر سيد بونير کې دپوهنتون جوړولو اعلان هم وکړو.

دهغه وينا وه خواجه سرا ګانو ته به دفني تعليم ورکولو لپاره مرکز پرانستلى شي.

هغه دعوه وکړه چې دصوبې دتعليمي نظام ښه والي لپاره به کار دوامداره ساتلى شي او دغه څانګې ته به ځانګړى پام ګرځولى شي.

مظفر سيد وويل سکولونو کې دبنيادي اسانتياوو ورکړه باوري کولى شي او مستحقو طالب علمانو ته به وظيفې هم ورکولى شي.

١٠٠و پرايمري سکولونو ته به دمډل، ١٠٠و مډل سکولونو ته به دهايي او ١٠٠ هايي سکولونو ته به دهايرسيکنډري درجه ورکولى شي.

دروغتيا څانګه

مظفر سيد وويل دروغتيا لپاره ٣٨ اربه او ٤٢ کروړه روپۍ بيلې کړل شوي دي.

دهغه وينا وه دپوليو دمخنيوي لپاره به ځانګړى پروګرام پيل کولى شي او مردان، پيښور او صوابۍ کې به دروغتيا مرکزونه ښه کولى شي.

بيلا بيل لګښتونه

دنوي کال بجټ کې اوبه خور لپاره درې اربه او دوه څلويښت کروړه روپۍ، فني تعليم،افرادي تربيت لپاره يو اربه او اووه نوي کروړه، دلوبو او ثقافت لپاره شپيته کروړه روپۍ ايښودل شوي دي.

بجټ کر دکرکيلې دڅانګې لپاره درې اربه او اتيا کروړه روپۍ ايښودل شوي او دماحولياتو او ځنګلونو لپاره دوه اربه روپۍ ايښودل شوي دي.

دانټرميډيټ ناب کې دپښتو، هندکو، چترالي، کوهستاني او سرايکو ژبو دشاملولو وړانديز هم شوى دى.

دمخالفو ګوندونو احتجاج

دبجټ دوينا په مهال دمخالفو ګوندونو غړي پخپلو چوکو اودريدلي، احتجاج يې کړى او دحکومت په ضد يې دبجټ نامنظور نعرې وهلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG