د يمن پوځي چارواکو ويلي نن د شورو په ورځ عدن ښار کې دوه ځانمرګي بريد کوؤنکو خپل ګاډي د عدن د نړيوالې هوايي اډې سره نزدې د پوځي اډي نه تمبولي دي .
په دغو چاؤدنو کې شپږ کسان وژل شوي دي . د چاؤدنو وروستو بريدګرو په امنيتي سرتيرو ډزې پېل کړي او په دغه لار يې د چاؤدنو نه پس رامنځته شوؤ حالاتو کې د پټېدو هڅه کوله .
دا بريد د روژنې د مياشتې نه پس د مسلمانانو د مذهبي تهوار وړوکي اختر په مهال شوی دی .
تېر کال حوثي ياغيانو د يمن پلازمينه صنعا باندې قبضه اچولې او بيا د صدر عبدالربو منصور هادي حکومت ساحلي ښار عدن ځانله موقتي پلازمينه ګرځولې وه .
صدر منصور هادي بيا د څه وخت دپاره سعودي عرب ته تلی ؤ او وروستود سعودي عرب په مشرۍ جوړ اتحاد د حوثي ياغيانو په ضد فضايي عمليات کړي او د ځينو ښارونو نه يې په شا تمبولي دي .
په وروستيو مياشتو کې د داعش په ګډون تُندلارو ډلو د يمن په امنيتي ځواکونو وژونکي بريدونه کړي دي .
د مئي په مياشت کې د داعش يو خودکش بمبار عدن کې په پوځ کې بهرتي کېدونکي په هدف کړي او ۴۵ يې پکې وژلي وو .