لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش: عيدګاه سره نزدې چاؤدنه کې يو پوليس وژل شوی


په بنګله دېش کې په وروستيو کې د تشدد څخه ډک وسله وال بريدونه رامنځته شوي دي .
په بنګله دېش کې په وروستيو کې د تشدد څخه ډک وسله وال بريدونه رامنځته شوي دي .

بنګله دېش کې نن د زيارت په ورځ د وړوکي اختر د نمانځه په وخت د عيدګاه سره نزدې د مشکوک اسلام تُندروه په بمي چاؤدنه کې يو پوليس وژل شوی او پينځه نور ژوبل شوي دي .

د بنګله دېش په شمالي ضلع کشورګنج کې په زرګونو کسان د اختر نمانځه ته راجمع وو او په دغه مهال پوليس ساتونکو باندې ځايي جوړ شوی بم ويشتل شوی دی .

د چاؤدنې نه وروستو نښته کې يو حمله کوؤنکی هم وژل شوی دی .

راپورونه وايي بريد کوؤنکو په حمله کې د داعش د وسله والو د خوښې وسله کارولې ده کومه چې له دې وړاندې جنوبي اسيايي هېوادونو کې په لږکيو، هم جنسبازانو، روښان فکرو او پروفېسرانو په ضد حملو کې کارېدلې ده .

د روژې په مقدسه مياشت کې بنګله دېش، سعودي عرب، عراق، شام او امريکا کې ترسره شوؤ بريدونو کې ۲۵۰ کسان وژل شوي دي .

بنګله دېش د ډهاکې د بريد په پلټنو کې بوخت دی د ډهاکې په دغه بريد کې د داعش وسله والو ۲۸ يرغمل کړي کسان وژلي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG