لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يورپ اتحاد ته اړتيا لري، اوباما


د امريکې صدر باراک اوباما د يورپ سره د اوږدې مودې د ملاتړ ژمنه کړې او د يورپ د اتحاد (يووالي) په خبره يې زور راوړی دي نوموړي ويلي دا د نېټواتحاد او يورپ دپاره " يو مهم موړ" دی .

صدر اوباما د خالي په ورځ وارسا کې د نېټو د مشرانو د بندې کمرې غونډې ته په وينا کې وويل " د چېلنج د دې وخت،او موقعې نه په فائدې پورته کولو سره په ډاګه کول غواړم چې د بدلون امکان نه لري، د يورپ د امنيت او دفاع، او د اوقيانوس دواړو غاړو ته اړيکې او زمونږ په ګډه د دفاع په لړ کې زمونږ عزم ټينګ دی" .

امريکايي چارواکي د سوړ جنګ نه وروستو د اتحاد موجوده غونډه ډېر مهمه بلي .

امريکايي چارواکو ويلي د نېټو سرمشريزه غونډه د يو مهم پړاؤ حيثيت لري چې پکې نېټو خپل پام د باور ورکولو نه د دفاع پياوړي کولو پله اړوي .

د جمعې په ورځ د غونډې په سر کې صدر اوباما اعلان کړی ؤ چې ۱۰۰۰ عسکر به پولېنډ ته لېږلی شي . د کومو په اړه چې چارواکي وايي د روس د يرغل د مخنيوي دپاره پوره شمېره ده .

د نېټو غړو په ايسټونيا، ليټويا او د لتهوانيا د بلقان په ملکونو کې د نور پوځ په ځاې کولو باندې اتفاق کړی دی . د کومو په اړه چې د نيټو چارواکي وايي د سوړ جنګ نه وروستو تراوسه پورې دا د اتحاد لخوا ترټولو سېوا ټاکنه ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG