د جګړو د څارنې يوې برطانوي مؤسسې (ائي اېچ اېس) ويلي چې داعش ډله په عراق او شام کې هغه سيمې بايلي کومې يې چې نيولې وې .
ائي اېچ اېس ويلي داعش د کال ۲۰۱۶م په وړومبۍ نيمايۍ کې د خپلې ولقې لاندې ۱۲ فيصده برخه بايللې ده . او تېره اونۍ په دواړو ملکونو کې داعش سره ۶۸ زره ۳۰۰ مربع کلوميټره علاقه په لاس کې وه .
د ائي اېچ اېس څيړونکو ويلي داعش په شام کې د روس د هوايي عملياتو په ملاتړ د شامي ځواکونو او د امريکې په ملاتړ د عرب کردش اتحاد د فشار له امله دغه سيمې د لاسه ورکړي دي .
او عراق کې د امريکايي فضايي بمبارۍ په ملاتړ حکومتي ځواکونو د فلوجه او رامادي ښارونه د داعش د ولقې نه خلاص کړي دي ، ولې د عراق دوېم غټ ښار موصل اوس هم دداعش په ولقه کې دی .
د ائي اېچ اېس تبصره په کال ۲۰۱۵م او تيرو شپږو مياشتو کې په دواړو ملکونو کې د داعش بايلاد غټه ماتې نه ګڼي . ولې د مئي په مياشت کې د امريکا پوځ ويلي ؤ چې داعش د خپلې ولقې لاندې په عراق کې ۴۵ فيصده او شام کې د ۱۶ نه تر ۲۰ فيصده پورې علاقه د لاسه ورکړې ده .
که څه هم داعش دغه علاقې د لاسه ورکړي ولي بيا يې هم د عراق پلازمينه بغداد، پېرس او برسلز کې وژونکې حملې کړي او د دې نه متاثره بريدونه په يورپ او امريکا کې هم شوي دي .
د ائي اېچ اېس څيړونکي کالم سټراک ويلي د داعش د خاورې د بايلا مطلب دا کېدی شي چې نور دغه ډول بريدونه وکړي .
" څنګه چې د داعش خلافت بايلاد کوي دا خبره په ډاګه کيږي چې د حکومت پروژه يې ناکامه ده او دا ډله تُندلاريتوب او بريدونو ته مخه کوي " .
د سټراک په وينا " د بدقسمتۍ نه مونږ د عراق او شام او يورپ پورې په بريدونو کې په غټه کچه وژنې او د اقتصادي بنسټونو زياته تباهي وليده "