د تعليم دپاره مبارزه کوؤنکې او د سولې نوبل جائزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ خپله ۱۹م کليزه د نړۍ د کډالو تر ټولو غټ کېمپ داداب (کينيا) کې نمانځلې ده .
د سولې نوبل جائزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ ته د هغې د زېږون د ورځې په مناسبت په نړيواله کچه مبارکي ورکړی شوي دي .
ملاله يوسفزۍ ته د کليزي په مبارکۍ کې د نړۍ د ګوټ ګوټ نه خلکو د سماجي اړيکو د ويب پاڼو د لارې پېغامونه ورليږلي او هغې ته يې د تعليم دپاره مبارزه باندې د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي او د هغې د مبارزې دکلک ملاتړ ژمنې يې ورسره کړي دي .
د ملاله يوسفزۍ د کليزې په ورځ په ټويټر باندې د (HappybirthdaymalalaYousafzai#) او (MalalaYousafzai@) ټرينډ (سلسله) چلېدلې او خلکو ورته مبارکۍ ويلي دي .
د ملګروملتونو د کډوالو ادارې په ټويټر د ملاله يوسفزۍ عکسونه ورکړي او ليکلي يي دي چې ملاله د زېږون ورځ په داداب کمېپ کينيا کې د جينکو په سکول کې نمانځي .
د (يو اېن وومن) د ملګرو ملتونو د ښځو په نوم ټويټر اکاؤنټ ليکلي د ملالې په ورځ، ووايئ چې اؤ ټولې جينکۍ د تعليم حاصلولو حق لري، او د ملاله يوسفزۍ دملګرو ملتونو په غونډه کې د وينا ويډيو يې خپره کړې ده .
د (ملاله فېنز) په نوم ټويټر پيغام کې ويل شوي ( ته يواځې نه يې مونږ ټول ستا سره يو )،
پلوشه عباس ليکلي چې پښتنه ملاله د پښتنې خاورې لُور د ملينونو جينکو دپاره الهام دی،
يو اکاؤنټ باندې ليکل شوي چې ( ملالې د جينکو د تعليم په مبارزه مونږ ستا حوصلې ته سلام کوؤ)،
ډېرو کسانو په بېلابيلو ژبو کې د ملاله د خلې نه وتي هغه ټکي ليکلي چې ( يو ماشوم، يو استاز، يو کتاب او يو فين نړۍ بدلولی شي)،