لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بره دير:بمي چاؤدنه کې اووه کسان وژل شوي


 دپوليسو او سيمه ييزو خلکو ترمخه دامن کميټۍ سره دتعلق لرونکو کسانو يو ګاډى دشيرين ګال سيمې څخه راروان ؤ کوم چې په ډوګ دره سيمه کې دسړک په غاړه دښخ بم له لارې په نخښه کړى شو.
دپوليسو او سيمه ييزو خلکو ترمخه دامن کميټۍ سره دتعلق لرونکو کسانو يو ګاډى دشيرين ګال سيمې څخه راروان ؤ کوم چې په ډوګ دره سيمه کې دسړک په غاړه دښخ بم له لارې په نخښه کړى شو.

دپاکستان دخېبرپښتونخوا په بره دير سيمه کې دګل په ماښام ديوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه اووه کسان وژل شوي دي.

دپوليسو او سيمه ييزو خلکو ترمخه دامن کميټۍ سره دتعلق لرونکو کسانو يو ګاډى دشيرين ګال سيمې څخه راروان ؤ کوم چې په ډوګ دره سيمه کې دسړک په غاړه دښخ بم له لارې په نخښه کړى شو.

دشيرين ګال دپوليسو دتاڼې مشر(ايس ايچ او) ګل فضل ميډيا ته ويلي دي چې چاؤدنه کې يو ګاډى په نخښه کړل شوى چې پکې اووه کسان وژل شوي دي.

دپوليسو وينا ده چې چاؤدنه دريموټ کنټرول بم له لارې شوې ده چې پکې دامن لښکر ګاډى تباه شوى او دچاودنې څخه وروستو سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړى شويدي.

پوليس وايي چاؤدنه کې وژل شوؤ کسانو کې دامن کميټې مشر محمد خان هم شامل دى.

ددغه بمي چاؤدنې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې دخېبرپښتونخوا بيلا بيلو سيمو کې دامن کميټو په مشرانو دشوؤ بريدونو ذمه واري طالبانو قبوله کړې ده.

له دې وړاندې هم خيبرپښتونخوا کې دامن کميټو مشران او غړي په نخښه کړى شويدي چې پکې دامن کميټو غړي او مشران وژل شوي دي.

يوه ورځ دمخه دخېبرپښتونخوا صوابۍ ضلع کې دعوامي نيشنل پارټۍ پخوانى دصوبايي اسمبلۍ غړى محمد شعيب وسله والو په ډزو سره وژلى ؤؤ.

دپاکستاني طالبانو يو وياند دګل په ورځ يو بيان کې دمحمدشعيب دوژلو ذمه واري قبوله کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG