لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د پوځ په ګاډي ډزو کې دوه عسکر وژل شوي


د پولیس مشر په وینا ابتدايي معلومات دا دي چې د پوځ په ګاډي ډزې شوي او ادارو د پېښې پلټنې پېل کړي دي .
د پولیس مشر په وینا ابتدايي معلومات دا دي چې د پوځ په ګاډي ډزې شوي او ادارو د پېښې پلټنې پېل کړي دي .

د پاکستان غټ صنعتي ښار کراچۍ په مرکزي صدر علاقه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د پوځ دوه عسکر وژل شوي دي .

د پولیسو په وینا نامعلومو موټر سائیکل سورو وسله والو په صدر علاقه کې د پارکنګ پلازې سره نزدې د پوځ په ګاډي ډزې کړي چې له امله يې په ګاډي کې موجود دوه عسکر وژل شوي دي .

د ښار د جناح روغتون د حادثاتي څانګې مشرې ډاکټرې سيمي جمالي وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خبرو کې وويل روغتون ته یو عسکر مړ او بل په ژوبل حالت کې راوړل شوی ؤ .

د سيمي جمالي په وینا د وژل شوي عسکر په سر او د ژوبل عسکر په سر، سینه او مرۍ ګولۍ لګېدلې او په روغتون کې يې ژوند د لاسه ورکړو . د جناح روغتون د ډاکټرې په وینا د عسکرو مړي پوځی روغتون ته منتقل کړی شوي او هلته به يې پوسټ مارټم کولی شي .

ډاکټرې وویل د وژل شوؤ عسکرو پېژندګلو د لانس نائيک عبدالرزاق او سپاهي خادم حسېن په نومونو شوې ده .

د کراچۍ پولیس مشر مشتاق مهر د پېښې په ځاې رسنیو سره په خبرو کې وویل ابتدايي معلومات دا دي چې د پوځ په ګاډي ډزې شوي او ادارو د پېښې پلټنې پېل کړي دي .

هغه وویل پوځي چارواکو ته په ښارکې کوم ګواښ نه ؤ او زیاته کړه د پلټنو وروستو به نور تفصیلات رسنیو سره شریک کړي .

د تحریک ‌طالبان پاکستان جماعت الاحرار نومې ډلې د دغه برید زمه واري قبوله کړې او ويلي يې دي دا برید يې د حکومت په ضد د رعد نومې عملیاتو برخه ده .

وزیراعظم نوازشریف د پوځ په ګاډي د ډزو د پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي چې د کراچۍ اپرېشن به د پټړۍ نه غورځېدو ته نه پرېږدو .

اته میاشتې وړاندې هم په صدر علاقه کې د ملټري پوليس په یو ګاډي ډزو کې دوه سرتيري وژل شوي وو .

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د میاشتې په جرمونو کې د ککړو خلکو په ضد د رېنجر ځواکونو په مشرۍ عملیات دوام لري .

چارواکي وايي د عملیاتو له امله په ښار کې امنیتي وضعه تر ډېره حده ښه شوې ولې بیا هم وخت په وخت په ښار کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کیږي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG