دافغان طالبانو يو پلاوي روانه مياشت کې دچين دوره کړې دهې چرته چې هغوي افغانستان کې په امنيتي وضعه خبرې اترې کړي دي.
دخبري ادارې رويټرز ترمخه د١٨مې څخه ٢٢مې جولا يي پورې ترسره شوې دغه دوره کې دافغان طالبانو دپلاوي مشري عباس ستانکزي کړې ده.
درويټرز ترمخه دغه دوره دچيني حکومت په بلنه شوې ده.
دچين دبهرنو چارو دوزارت له لوري دې لړ کې په سمدستي توګه کوم بيان مخې ته نه دى راغلى.
دغه دوره قطر کې دطالبانو سياسي پلاوي کړې خو دې لړ کې نور جزئيات مخې ته نه دي راغلي چې په دغه مهال په کومو معاملو خبرې شويدي.
په افغان چارو نظرساتونکي پاکستاني صحافي رحيم الله يوسفزي دې لړ کې دامريکا غږ سره خبرو کې ويلي له دې وړاندې هم افغان طالبانو دچين دوره کړې ده.
” کوم ملا محمد عباس چې اوس چين ته تللى، هاغه وخت هم تللى و، مونږ ته دا هم معلومه ده چې چيني پلاوي هم قطر ته تللي دي او دغلته يې دطالبانو استازو سره خبرې کړي“
درحيم الله يوسفزي وينا ده دطالبانو او چيني چارواکو ترمينځ اوسنى تماس مهم دى.
دهغه وينا وه” زما په خيال ددې دورې اهميت خو شته، ځکه چې چين دهاغه څلور ملکي ډلې برخه ده( کومه چې هڅه کوي) دافغان طالبانو او افغان حکومت(ترمينځ) خبرې ترسره کړي، دا ډله نن سبا دومره فعاله نه ده خو اوس هخه هڅې روانې دي، په ځانګړې توګه پاکستان او چين دا هڅې کوي چې مذاکرات بيا پيل شي“
دڅلور ملکي ډلې دجوړيدو څخه دمخه دافغان طالبانو او کابل دحکومت ترمينځ دنيغ په نيغه مذاکراتو ديو پړاو کوربه توب پاکستان کړى و او دغه خبرې تيرکال دجولايي مياشت کې ترسره شوې وې.
خو جولا يي کال ٢٠١٥م کې دخبرو اترو ددوهم پړاو څخه دمخه دطالبانو دپخواني مشر ملا عمر دمرګ دخبر مخې ته دراتللو څخه رووستو دغه لړۍ اودريدلې وه.
دملا عمر څخه رووستو ملا منصور دطالبانو مشر ټاکل شوى ، په دغه مهال دمذاکراتي عمل بحالۍ لپاره هڅې خو دوامداره وې خو دسولې عمل مخ په وړاندې لا نه ړو.
هيله کيده چې دڅلور ملکي ډلې دهڅو څخه وروستو به دطالبانو او افغان حکومت ترمينځ يوځل بيا تماس ممکن شي خو سږکال دمئ مياشت کې دپاکستان بلوچستان ايالت کې يو امريکايي ډرون بريد کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدو څخه وروستو دسولې خبرې وځنډيدلې اؤ طالبانو افغان حکومت سره دخبرو اترو څخه انکار وکړو.