لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ، بلوچستان: باران او سېلابونو کې ۲۱ کسان مړه شوي


د موسمیاتو د محکمې ترمخه راتلونکې شواروځ کې هم سندهـ صوبه ، ختیځ بلوچستان د خېبرپښتونخوا ملاکنډ ډویژن او اسلام اباد ترڅنګ د پنجاب صوبې برنو علاقو کې ځاې په ځاې د باران امکان دی .
د موسمیاتو د محکمې ترمخه راتلونکې شواروځ کې هم سندهـ صوبه ، ختیځ بلوچستان د خېبرپښتونخوا ملاکنډ ډویژن او اسلام اباد ترڅنګ د پنجاب صوبې برنو علاقو کې ځاې په ځاې د باران امکان دی .

د پاکستان سندهـ او بلوچستان صوبو کې د بارانونو او سېلابونو له امله رامنځته شوؤ بېلابیلو پېښو کې لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي دي .

د سندهـ صوبې په سرښار کراچۍ کې د جمعې په ماښام باران شورو شوی او د تېرې شپې پورې په دمې دمې سره روان ؤ . د سرکاري میډیا ترمخه په کراچۍ کې د باران له امله د کرنټ لګېدو پېښو کې اته او د کورونو د چتونو غورځېدو پېښو کې درې کسان مړه شوي دي .

د دې ترڅنګ د صوبې په حېدراباد، میرپورخاص، بدین، سکهر او خېرپور ضلعو کې هم د باران سره اړونده پېښو کې پينځه کسان مړه شوي دي .

په کراچۍ کې د جمعې په ماښام د شورو شوي باران چې د خالي د شپې ناوختې پورې روان ؤ اوس هم باراني اوبه په سړکونو او ژورو علاقو کې ولاړې دي . او په ځينې ځایونو کې کورونه ته اوبه ننتوتي دي .

د صوبې اعلی وزیر مرادعلي شاه د خالي په ورځ د ښار ځینو علاقو ته ورغلی د باران له امله رامنځته شوې ستونزې یې معلومې کړي او اړونده ادارو ته يې په سمدستي ډول د اوبو ویستو هدایات ورکړي دي .

بل لور ته په ځینو علاقو کې د بجلۍ نظام هم ګډوډ شوی او د بجلۍ د محکمې (کی الیکټرک) چارواکي وايي د ښار په زیاتو برخو کې يې بجلي سمه کړې او په پاتې علاقو کې پرې کار روان دی .

د بلوچستان صوبې په هرنايي ضلع کې هم د باراني اوبو له امله راغلي سېلاب تېره ورځ د ۲۰ پورې کسان او پینځه ګاډي وړلي وو .

د هرنايي ضلعې د چارواکو په وینا په غرونو د بارانونو له امله جوړ شوي سېلاب په زردالو علاقه کې کسان وړي وو . د چارواکو په وینا سیلاب ۱۵ کسان وړي په هغو کې پینځه مړه شوي او د لسو پورې نور بچ کړی شوي دي .

د موسمیاتو د محکمې ترمخه راتلونکې شواروځ کې هم سندهـ صوبه ، ختیځ بلوچستان د خېبرپښتونخوا ملاکنډ ډویژن او اسلام اباد ترڅنګ د پنجاب صوبې برنو علاقو کې ځاې په ځاې د باران امکان دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG