دپاکستاني ميډيا راپورونه وايي دافغانستان ولسمشر اشرف غني دپاکستان وزيراعظم نوازشريف سره ټيليفوني تماس نيولى او کويټه کې په ترسره شوي ځانمرګي بريد يې دخفګان څرګندونه کړې ده.
دګل په ورځ دپاکستان دبلوچستان ايالت دسرښار کويټې سول روغتون کې ترسره شوي ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ٧٠ کسان وژل شوي او د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.
ولسمشر اشرف غني پاکستاني وزيراعظم ته ويلي ترهه ګري دپاکستان او افغانستان ګډ دښمن او دترهه ګرۍ دخاتمې لپاره يې دګډو هلو ځلو ژمنه کړې ده.
دتيرو څو مياشتو راهسې پاک افغان اړيکې دتاؤتريخوالي ښکار دي.
دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دمذاکراتو هڅو کې دپرمختګ نه کيدو او دپاکستان په بلوچستان ايالت کې څو مياشتې دمخه دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدو څخه وروستو افغان مشرانو په پاکستان غږ کړى و چې دطالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو پځايې دې پخپله خاوره دحقاني نيټ ورک دجنګيالو په ګډون دافغانستان دمخالفو تندلارو په ضد پوځي عمليات وکړي.
په ډاګه دې وي چې روانه مياشت کې دحقاني نيټ ورک په دګامونو نه اخستو له امله دامريکا ددفاع محکمې پاکستان ته ورکړل کيدونکى دديرشو کروړو ډالرو پوځي امداد هم اودرولى ؤ.
خو پاکستان دريځ لري چې افغانستان کې دسولې دعمل ملاتړ کوي او افغانستان سره ښو اړيکو ته ليواله دى.
دپاکستان پوځ او حکومت وايي شمالي وزيرستان کې روانو ضرب عضب عملياتو کې دترهه ګرو دټولو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخلي.