دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې جيټ الوتکو دترهه ګرو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې لږ ترلږه ١١ جنګيالي وژل شوي دي.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار څخه دجاري شوي بيان ترمخه دخېبرايجنسۍ دراجګل په بابر کچکول، نارى ناؤ اؤ تورسپر سيمو کې ترسره شوو عملياتو کې ١١ ترهه ګر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي اؤ ددې ترڅنګ دترهه ګرو اته ځالې هم ړنګې کړى شويدي.
دجيټ الوتکو څخه دترهه ګرو په شکمنو ځالو دغه بمباري يوه ورځ وروستو له هغې وشوه چې تيره ورځ تيراه کې دتندلارو په ضد په عملياتو په بوختو عسکرو يوه بمي چاودنه وشوه چې پکې دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وؤ.
پاکستاني ځواکونو دخېبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دورانکارو په ضد دتيرو څو ورځو راهسې ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي چې پکې دلسګونو جنګيالو دوژنې دعوه شوې خو سيمې پورې ميډيا رسد نه لري چې له دې امله دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتونکې مرګ ژوبلې په ازادانه توګه پخلى نه شي کيدى.