لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو کندوز کې په ستراتيژيکي ولسوالۍ قبضه کړې


طالبانو دخالي په سحر وختي په خان اباد ولسوالۍ قبضه کړې، دغه ولسوالي کندوز دتخار او شمالي ولايتونو څخه پيوست کوي،چارواکي وايي چې په نورو ګڼو ولسواليو کې جګړه روانه ده.

افغان طالبانو دخالي په ورځ دافغانستان دشمالي ولايت کندوز په يوه ستراتيژيکي ولسوالۍ خان اباد قبضه کړې ده.

طالبانو دخالي په سحر وختي په خان اباد ولسوالۍ قبضه کړې، دغه ولسوالي کندوز دتخار او شمالي ولايتونو څخه پيوست کوي،چارواکي وايي چې په نورو ګڼو ولسواليو کې جګړه روانه ده.

دخبري ادارې رويټرز ترمخه طالبانو په ولسوالۍ دبيلا بيلو اړخونو څخه بريد وکړو او مونږ تر څو ساعتو مزاحمت وکړو خو راته کومه مرسته ترلاسه نه شوه اؤ دغه ولسوالي دطالبانو لاسونو ته پريوته.

کابل کې چارواکي وايي دمواصلاتو دکمي او کمو ځواکونو ګمارنه دطالبانو لاسونو ته دولسوالۍ دپريوتو بنيادي علتونه دي.

خان اباد ولسوالي پينځه ورځې وروستو له هغې دطالبانو لاسونو ته پريوتې چې هغوي نزدې بغلان ولسوالۍ کې هم په يوه ولسوالۍ قبضه وکړه او ګڼ شمير ګاډي چاوديدونکي مواد يې هم ترلاسه کړل.

XS
SM
MD
LG