افغان چارواکو د خالي په ورځ ناوخته ویلي جنوبي سیمه کې پرته ولسوالي (ضلع) چې د طالبانو لاسو ته ورغلې وه څو ساعته وروستو افغان ځواکونو بیرته نیولې ده .
د افغانستان د دفاع او کورنو چارو دواړو وزارتونو ویاند کابل کې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي د خان اباد د بیرته نیولو په جګړه کې د څلوور کمانډرانو په ګډون ۷۵ وسله وال وژل شوي دي . د دې ترڅنګ په جګړ ه کې شپږ عسکر هم وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي دي .
چارواکو ویلي ملي امنیتي ځواکونه لګیا دي چې چرته طالبان پاتې دي ولسوالي ترې پاکه کړي .
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د کندوز سقوط کېدو خبره رد کړې او یلي دي هلته ځواکونه په ځاې کړی شوي دي .
طالبانو د شپې په عملیاتو کې د خان اباد ولسوالۍ نیولو او د افغان ځواکونو د وژلو او ژوبلېدو ادعا يې کړې وه، طالبانو یوه ویډیو خپره کړې وه چې پکې د یو درځن نه زیات نیولي عسکر ښودل شوي دي .
چارواکو ویلي د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې هم د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي .
د کندوز ستراتیژیکي ولسوالي خان اباد د طالبانو لاسو ته ورتلو باندې سخته ویره خوره شوې وه .
کندوز د کال ۲۰۱۵م د ستمبر په میاشت کې طالبانو په خپله ولقه کې اخستې وه ولې وروستو د بهرنو ځواکونو په مرسته کندوز هم زر بیرته نیول شوی ؤ .
د پاکستان سره په پوله پرتې صوبې ننګرهار یو پولیس چارواکي منیرهیمت وي او ای ته ویلي حسارک ولسوالۍ کې هم طالب وسله والو بریدونه کړي او د ولسوالۍ په بیلابیلو علاقو کې نښتې روانې دي .
وسله والو تېره اونۍ د بغلان مهمه ولسوالي نیولې چې په سیمه کې خپل فعالیتونه نور سېوا کړي . او څیړونکي وايي ښکاري چې طالبان د کابل او جنوبی ولایتونو ترمنځ لاره وتړي .
ولې دولت وزیري دغه اندېښنې رد کړي او ویلي یې دي څو جنوب ختیځو ولسوالیو ته يې تازه ځواکونو لیږلي او حکومت ته په دغو سیمو کې هیڅ ستونزه نه ده ورپېښه .
په افغانستان کې د امریکايي هوايي ځواکونو مشر جنرال ډېوډ ګولډن ویلي چې تېره اونۍ افغانستان کې (بي ـ ۵۲) الوتکو بریدونه کړي او دا په تېره لیسزه کې وړومبی ځل دی چې دغه الوتکې کارول شوي دي .
د بیان ترمخه د جون په میاشت کې د صدر اوباما لخوا امریکايي ځواکونو ته د عملیاتو پراخه کولو د امر وروستو امریکايي جنګي الوتکې ۸۰۰ ځله الوتي او د ملک په بېلابیلو برخو کې يې ۱۴۰ بریدونه کړي دي .