لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د اېم کیواېم غړي د ای ار وایي ټیلي ویژن په دفتر ورختلي


د متحده قومي مومنټ ډلې لخوا د خپلو غړو د نیولو په ضد د کراچۍ پريس کلب مخې ته د تېرو پينځه ورځو راهسې د نه خوړولو احتجاجي ناسته روانه وه .
د متحده قومي مومنټ ډلې لخوا د خپلو غړو د نیولو په ضد د کراچۍ پريس کلب مخې ته د تېرو پينځه ورځو راهسې د نه خوړولو احتجاجي ناسته روانه وه .

د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د متحده قومي مومنټ ډلې غړي د شخصي ټیلي ويژن ای ار وايي په دفتر ورختلي او په دغه مهال د دفتر نه به بهر په ډزو او اړي ګړي کې یو کس وژل شوی او اته نور ژوبل شوي دي .

د پولیس چارواکو په وینا د اېم کیواېم ګوند غړي چې د کراچۍ پریس کلب مخې ته موجود وو، په ګڼ شمېر کې د پريس کلب سره نزدې په (مدینه مال) نومې ودانۍ کې جوړ د ای ار وايي په دفتر ورغلي او دفتر ته يې زیان رسولی دی .

د ښار د جناح روغتون د حادثاتي څانګې مشرې ډاکټرې سیمي جمالي وایس اف امریکا ډیوه ریډیوه سره خبرو کې پخلی کړی چې روغتون ته په ډزو لګېدلی یو مړ او اته نور ژوبل راوړل شوي دي او په ژوبلو کې دوه نور داسې دي چې هغه هم په ډزو لګيدلي دي .

د متحده قومي مومنټ ډلې لخوا د خپلو غړو د نیولو په ضد د کراچۍ پريس کلب مخې ته د تېرو پينځه ورځو راهسې د نه خوړولو احتجاجي ناسته روانه وه .

د پولیس په وینا په دغه مهال قهرژنو مظاهره چیانو ډزې کړي او ډنډې یې هم چلولي دي او په دغو ډزو کې یو کس وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي .

پولیس چارواکو ویلي په ډزو او اهو ډب کې پوليس سرتيري هم ژوبل شوي د پولیس یو ګاډی او یوموټر سایکل په اور سوځول شوي دي .

د کراچۍ پریس کلب او ای ار وايي ټیلي ويژن دفتر د ګورنرهاؤس سره نزدي موقعیت لري .

د پېښې وروستو وزیراعلی مراد علي شاه د پولیس او رېنجر ځواکونو چارواکي د ای ار وايي دفتر ورغلي دي .

وزیراعلی مرادعلي شاه مطبوعاتو سره خبرو کې وویل ((دغه کار د پوره پلان لاندې شوی دا ترهګري ده او هغه د کویټې په روغتون کې د شوي برید حواله ورکړه چې دلته هغه ډول پېښه کېدی شوه)) .

نوموړي وویل په اړي ګړي جوړولو کې ککړ د۲۰ پورې کسان نیول شوي او نور به هم نیولی شي .

د اېم کیو اېم ډلې ځينو مشرانو ځايي ټيلي ويژن چېنلو سره په خبرو کې ویلي دوې معلوموي چې د رسنيو په دفتر د دوې د ګوند غړي ورغلي او کنه بل څوک دي .

د رېنجرز ځواکونو لخوا په جاري شوي یو بیان کې په دوکاندارانو غږ شوی چې دوکانونه خلاص کړي او زیاته کړې يې ده چې د اړي ګړي جوړؤنکي به په هر قیمت د قانون منګولو ته راوستلی شي .

وروستو پوليس او رېنجرو د پريس کلب مخې ته د اېم کيو اېم احتجاجي کېمپ هم لرې کړی دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG