د نایجیریا هوايي ځواک د نهې په ورځ ادعا کړې ده چې د تُندروه ډلې بوکوحرام مشر ابوبکر شیکاؤ او څو کمانډران يې په فضايي عملیاتو کې وژلي دي .
د هوايي ځواک ویاند ثاني عثمان په یو بیان کې ویلي چې د شیکاؤ اوږه ژوبل شوې او د هغې نه يې ژوند د لاسه ورکړی دی .
د ویاند ترمخه شیکاؤ او نور کمانډران يې د صمبیصا په ځنګل کې د بوکوحرام په مرکز کې په هدف کړی شوي دي .
د هوايي ځواک ویاند ویلي فضايلي عملیاتو کې د بوکوحرام په نورو کمانډرانو کې وژل شوي ابوبکر مبئي، ملام نهحو او ملام حمان شامل دي او څو نور ورسره پکې ژوبل شوي دي .
له دې وړاندې هم نایجیریا د ابوبکر شیکاؤ د وژنې ادعاوې کړي ولې دعوې به هغه وخت مشکوک شوې چې کله یوه ويډیو مخې ته راغله او یو کس چې ځان يې شیکاؤ معرفي کړی د وژلو خبرونه یې رد کړي وو .
د نایجیریا د هوايي ځواک ویاند عثمان د تازه فضايي عملیاتو کې د شیکاؤ د وژنې په اړه نور جزیات نه دې خپاره کړي .
د بوکو حرام لخوا په سمدستي ډول سرکاري ادعاؤ ته کوم غبرګون نه دی ویل شوی .