لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي د شام په پوله پرته سیمه کې داعش په هدف کړې


ترکي ځواکونو د پولې پورې غاړې ته په توپونو او هوايي بریدونو کې د داعش وسله وال جنګیالي په هدف کړي دي .
ترکي ځواکونو د پولې پورې غاړې ته په توپونو او هوايي بریدونو کې د داعش وسله وال جنګیالي په هدف کړي دي .

ترکي نن د شورو یا چارشنبې په ورځ د شام په پوله پرته علاقه جرابلس کې د داعش د جنګیالو په ضد عملیات پېل کړي دي .

ترکي ځواکونو د پولې پورې غاړې ته په توپونو او هوايي بریدونو کې د داعش وسله وال جنګیالي په هدف کړي دي .

په جرابلس کې دغه عملیات په داسې حال کې پېل کړی شوي چې یوه ورځ وړاندې د ترکي د بهرنو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي ؤ ترکي به د داعش د جنګیالو په ضد جګړه کې هر ډول ملاتړ کوي .

په ګیزیانتپ کې د ځانمرګي برید نه وروستو د ګل په ورځ د ترکي حکومت ژمنه کړې وه چې سیمه به د داعش نه پاکوي .

داعش د کال ۲۰۱۵م په وړومبو کې د ترکي او شام اوږده پوله په ولقه کې اخستې وه ، ولې کُرد جنګیالو د جرابلس په ختیځ کې د دغه علاقې غټه برخه بیرته نیولې ده .

پولې ته د وسله والو لاس رسي رد کړی شوې او جنګیالو ته د سپلایۍ لاره هم بنده کړی شوې ده ، ولې ترکي د امریکا په ملاتړ په شام کې د کُرد ځواکونو په دغو لاس ته راوړنو اندېښنه لري او وايي چې دوې د لیسزو راهسې د ترکي په جنوب ختيځ کې د کُرد یاغیانو د شخړې سره اړیکې لري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG