لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : راکټي بريد کې دليويز اووه عسکر وژل شوي


 ددغه بريد څخه وروستو سيمه کې دتندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړى شويدي.
ددغه بريد څخه وروستو سيمه کې دتندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړى شويدي.

دپاکستان ناقراره صوبې بلوچستان کې دتشدد پېښو کې يوځل بيا اضافه راغلې، دزيارت په ماښام ددغه صوبې ساحلي ښار ګوادر کې د تندلارو يو بريد کې دليويز ځواکونو ديو افسر په ګډون اووه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

ددغه بريد څخه وروستو سيمه کې دتندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړى شويدي.

دليويز چارواکو ترمخه دبلوچستان ساحلي سيمې ګوادر په جيوني تحصيل کې دايران دپولې ترڅنګ دګزمې څخه وروستو چې دليويز افسر او عسکر کله کندان امنيتي پوستې ته ورسيدل نو دنزدې غرونو څخه وسلو دهغوي په ګادي راکټ وداغلو او له دې وروستو يې ناتاره ډزې پيل کړې.

بريد کې دليويز پينځوو عسکرو په موقع او يو افسر او يو عسکر يو سيمه ييز هسپتال کې ساه ورکړه، دډزو پيښه کې ديو رسالدار او مرستيال تحصيلدار په ګډون درې کسان ژوبل شوي چې حالت يې ډاکټرانو سخت ښودلى.

دګوادر دډپټي کمشنر طفيل بلوچ وينا ده بريدکوونکي نزدې غرونو کې پټ شوي چې دلټون لپاره يې عمليات روان دي.

امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد دبلوچستان بيلا بيلو سيمو کې دلټونې عمليات دوامداره ساتلي دي، تيره ورځ چمن کې ترسره شوو عملياتو کې اووه کسان نيول شوي او دشورو په ورځ دجعفراباد چهتر سيمه کې ديوې تندروه ډلې پينځه غړي وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG