لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما او شي ژين په لیدنه کې په دوه اړخیزه مرستو سېوا کولو ټینګار کړی


د سپينې ماڼۍ ترمخه دواړه مشران په دې صلاح شوي چې په ګډه به درېمه دنیا کې د سولې ساتنې په لړ کې همکاري کوي .
د سپينې ماڼۍ ترمخه دواړه مشران په دې صلاح شوي چې په ګډه به درېمه دنیا کې د سولې ساتنې په لړ کې همکاري کوي .

د امریکې صدر اوباما د چین صدر شي ژین پينګ سره د خالي په ورځ لیدلي او تر درېو ساعتو پورې روانو دغو خبرو کې د امریکې او چین ترمنځ د امنیت، تجارت او صحت په برخو کې یو بل سره نور د نزدې نه په کار کولو ژمنه کړې ده .

ولې د دغه لیدنې نه وړاندې د اوباما د چين د تګ په وخت د سپينې ماڼۍ د کارمندانو، امریکايي خبریالانو او چین د امنیتي چارواکو ترمنځ د غېرمعمولي نوعیت خبرې شوي دي .

چې کله (ایئرفورس ون) په هوانډو کوز شو د چين چارواکو د سپينې ماڼۍ د کارمندانو سره د امریکايي خبریالانو په سر په سختۍ سره خبرې کړي دي . او یو چارواکی د ملي امنیت د صلاح کارې سوزن رايس سره په سخته لهجه کې مخامخ شوی دی .

وروستو په (ویسټ لیک اسټېټ هاؤس) کې چې د دواړو مشرانو لیدنه کېدله، هلته د خبریالانو سره نورو کسانو ته د تللو د اجازت په سر هم د چين او امریکايي چارواکو ترمنځ په چينۍ ژبه کې خبرې اړول شوي دي . یو وخت امریکايي خبریالانو د چين د سیکیورټي اهلکارو په رویه باندې شکایت هم کړی دی . ولې بیا هم د اوباما او شي ژین ترمنځ درې نیم ساعته لیدنه شوې ده .

د سپينې ماڼۍ ترمخه دواړه مشران په دې صلاح شوي چې په ګډه به درېمه دنیا کې د سولې ساتنې په لړ کې همکاري کوي ، امریکا به انجینیرنګ او پوځي لاجیسټکي مرستې ورکوي او دا به د دغو یونټو په ځاې کول یقيني کوي . چين ویلي په ۶۰ ورځو کې دننه د ۸۰۰۰ امنیتي سرتېرو تیارولو اراده لري .

دواړو مشرانو د مشکوک بهرملکیانو په اړه یو بل خبرولو معاملې ته د ودې ورکولو ژمنه هم کړې ده، په کوم کې چې د طبعیت سره جایزه رپورټونه شامل دي . د دې نه علاوه بیان کې ویل شوي چې دواړو فریقو د سایبر سیکیورټۍ په اړوند د اقداماتو په عملي کېدو کې هیله څرګنده کړې چې مقصد يې په (بد دیانتۍ باندې اډاڼه) د سایبر هېکنګ او فکري ملکیت د غلا کولو بندول دي .

دواړو مشرانو د ( دوه اړخیزه ګټو په برخو) کې په پوځي مرستو سېوا کولو باندې هم خبرې کړي چې پکې به د بیان ترمخه هغه اقدامات شامل وي کوم چې به د دوه اړخيزه اړیکو پیاوړي کولو، د ساتنې په اړه یو بل سره کار کولو کې ښه والی راوستل او وسله والو پوځونو ته راپېښو اندېښنو کې کمی راوستل دي .

په بیان کې زیاته کړی شوې چې دواړو ملکونو باورتیا ته د ودې ورکولو لړۍ پېل کولو او په دې باندې د عمل روان ساتلو په خبره اتفاق کړی په کوم چې په کال ۲۰۱۴م کې دواړه ملکونه صلاح شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG