لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان : نښته کې يو پوليس افسر او يو وسله وال وژل شوى


 دسرچينو ترمخه دمردان په کاټلنګ سيمه کې دخرکي تاڼې دپوليسو او وسله والو ترمينځ نښته شوې ده. نښته کې يو وسله وال وژل شوى او دخرکۍ تاڼې ايس ايچ او فضل سبحان وژل شوى دى.
دسرچينو ترمخه دمردان په کاټلنګ سيمه کې دخرکي تاڼې دپوليسو او وسله والو ترمينځ نښته شوې ده. نښته کې يو وسله وال وژل شوى او دخرکۍ تاڼې ايس ايچ او فضل سبحان وژل شوى دى.

دخېبرپښتونخوا مردان سيمه کې دپوليسو او وسله والو ترمينځ نښته شوې ده چې پکې دپوليسو يو افسر او يو وسله وال وژل شوى دى.

دسرچينو ترمخه دمردان په کاټلنګ سيمه کې دخرکي تاڼې دپوليسو او وسله والو ترمينځ نښته شوې ده. نښته کې يو وسله وال وژل شوى او دخرکۍ تاڼې ايس ايچ او فضل سبحان وژل شوى دى،پيښه کې يو جنګيالى ژوندى نيول شوى او يو پوليس عسکر ژوبل شوى هم دى چې دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوى دى.

مردان کې دوسله والو په ډزو دغه ايس ايچ او په داسې حال کې وژل شوى چې دروانې مياشتې په پيل کې هم دمردان په ضلعي کچهرۍ يو ځانمرګي بريد ترسره شوى و چې پکې ١٤ کسان وژل شوي او د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه بريد څخه وروستو دمردان بيلا بيلو سيمو کې دپوليسو لخوا دلټونې عمليات هم ترسره شوي چې پکې دلسګونو شکمنو جنګيالو دنيول کيدو دعوې هم شوې وې.

دپاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي چې هيواد څخه يې دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره شمالي وزيرستان کې موثره پوځي عمليات کړي چې پکې يې ددرې نيمو زرو څخه دزياتو ترهه ګرو دوژلو دعوه کړې ده.

تجزيه کار وايي دغو عملياتو کې دپاکستاني طالبانو بريدونه يو څه محدود کړى شوي خو نورې تندروه ډلې دغه هيواد کې دبريدونو کولو توان لري

خو دپاکستان پنجاب صوبه،کومه چې ترټولو زياته ابادي لري، دتندروه ډلو لپاره محفوظه سيمه ګڼلى شي، دپاکستان پارلمان په دې اړه بحث کوي چې پوځ ولې په پنجاب کې دتندلاريتوب دمخنيوي لپاره زيات کار نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG