لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک : چاؤدنه کې ۲۹ کسان ژوبل شوي


د چاؤدنې نوعیت لا نه دی معلوم شوی او چارواکو ویلي پلټنې يې پېل کړي دي .
د چاؤدنې نوعیت لا نه دی معلوم شوی او چارواکو ویلي پلټنې يې پېل کړي دي .

د خالي په ورځ ناوخته د امریکې نیویارک ښار په چيلسي علاقه کې یوه زوروره چاؤدنه شوې چې له امله يې ۲۹ کسان ژوبل شوي دي .

د نیویارک میئر بل ډي بلاسیو خبریالانو ته ویلي (( په سمدستي ډول د دې پېښې ترهګرۍ سره اړیکې نه معلوميږي)) ولې چارواکو ویلي دا چاؤدنه (( ارادتاً کارروايي)) وه .

هغه ته ښاریانو ته باور ورکړی چې پولیس او نورې قانون پلي کوؤنکي ادارې پوره چمتو دي .

هغو کسانو چې دغه پېښه يې په خپلو سترګو ليدلې ده ویلي يې دي چې د پېښې د ځاې سره نزدې بس او سب وی اسټېشن باندې د ګاډو تګ راتګ اودرېدلی او د دغه ځاې نه په غټه شمېره کې خلک په تېښته لیدل شوي دي .

د چاؤدنې نوعیت لا نه دی معلوم شوی او چارواکو ویلي پلټنې يې پېل کړي دي .

د چاؤدنې د ځاې سره نزدې موجود د وایس اف امریکا یو خبریال ویلي چې دا زوروره چاؤدنه وه .

له دې وړاندې هم د خالي په ورځ په نیوجرسي کې یو پايپ بم چاؤدنه شوې وه ولې هغې څوک ژوبل کړي نه دي خو د یوې خېرښېګړې ادارې لخوا دغلته د منډې یوه راجوړه دستوره وځنډول شوه په کومه کې چې په زرګونو کسانو ګډون کولو .

مرکزي تحقیقاتي ادارې(( اېف بي ايي)) د دې پېښې پلټنې پېل کړي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG